د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د سوک ځواب په سوک ورکوو


ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې ټول افغان ولس په یوه غږ د خپلو ملي سربازانو د ملاتړ لپاره ولاړ دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن «دوشنبه» په هرات ولایت کې د ظفر قول اردو چارواکو ته په خپله وینا کې وویل، چې د هېواد هره یو وګړی پر افغان سربازانو ویاړي. نوموړي وویل، د ځواکونو اقدامات د ملت لخوا د ستاینې وړ دي او په ځواکمنۍ یې باور لري.

ولسمشر غني وویل، دی پرله پسې له افغان ځواکونو ځان خبروي:

«موږ باید په وسله وال پوځ کې د ستاینې فرهنګ عام کړو او موږ ټول ستاسو په خدمت کې یو او ستاسو ملاتړ کوو. د وسله وال پوځ هر منسوب چې اتلولي وکړي هغه به وستایل شي»

ده وویل چې ټول ملي امکانات به د ملي او امنیتي ځواکونو د خدمت او د هغوی پر ملاتړ ولګول شي چې په هېواد کې تلپاتې او سرلوړې سوله ځای ومومي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې جګړه ځکه پر افغان ولس تپل شوې ده چې له کمزوري دریځه مذاکره وکړي، خو د افغانستان دولت او ملت به هیڅکله هم له کمزوري دریځه مذاکره ونه کړي ځکه چې د افغان ولس موخه د اسلام د سپېځلي دین او د اساسي قانون ارزښتونو ساتل دي.

ده وویل: «زموږ زړور امنیتي ځواکونه به د سوک ځواب په سوک ورکړي، زموږ پر کلک هوډ باید څوک شک ونه کړي»

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې ټول افغان ولس په یوه غږ د خپلو ملي سربازانو د ملاتړ لپاره ولاړ دي او د دوی ترمنځ هېڅ ډول سیاسي اختلاف وجود نه لري.

ده زیاته کړه، د افغانستان وسله وال پوځ څخه د هېواد په کچه څلور زره دیني عالمانو ملاتړ کړي او کوي یې. موږ د سربازانو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په جګړه کې ټپیان شوي دي په دوامدار ډول پوښتنه کوو، د هغوی د درملنې لپاره له هېڅ ډول امکاناتو ډډه نه کوو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ څرګند کړ، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ده چې د شهیدانو له کورنیو سره مالي مرستې دوه برابره زیاته کړي او همدا راز ټپیانو ته چې پخوا په کومه اندازه پیسې ورکول کېدلي هغه دې هم دوه برابره شي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو دښمنان د هېواد د شمال ولایتونو د نا امنۍ په خاطر د دې لپاره هڅه کوي چې د اقتصادي پروژو د پلي کېدو مخه ونیسي .

نوموړي وویل، هره ورځ د هوایي ځواک د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG