د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ګوادر به د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره نښلوو”


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د جمعې پر ورځ د بلوچستان په حب سیمه کې د تېلو د پاکوولو د يوه پلانټ د بنسټ کېښودل په وخت وویل چې همدا به د پاکستان تر ټولو لویه د تېلو پاکوولو پلانټ وي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د جمعې پر ورځ د بلوچستان په حب سیمه کې د تېلو د پاکوولو د يوه پلانټ د بنسټ کېښودل په وخت وویل چې همدا به د پاکستان تر ټولو لویه د تېلو پاکوولو پلانټ وي.

نوموړي د دې غوندې پرمهال وویل، د ده حکومت به ګوادر ته ځانګړی حیثیت ورکوي او ګوادر بندر د کندهار او کابل له لارې له منځنۍ اسيا سره نښلوي.

(( ګوادر به که خدای کول يو ښکلی ازاد سمندري بندر جوړوو. بیا به د دې لپاره جلا قانون سازي کوو او يو ځانګړي حیثیت به ورکوو. دا به په پاکستان کې لومړی ځل وي، چې موږ په خپل وطن کېازاد سمندري بندر جوړوو. بیا به همدا له منځنۍ آسیا سره تړو. د دې لپاره به موږ پېښور له کابل سره د پاخه سړک له لارې نښلوو او کابل به بیا موږ له منځنۍ اسيا سره نښلوي چې د هغه لپاره تر ټولو ښه ځای تيرميز دی،چېري چې درې هېوادونو سره یو ځای کېږي. چې په هغه کې ازبکستان، ترکمانستان او تاجکستان شامه دي.))

د پاکستان وزیراعظم وویل، روان حکومت له ګوادره تر کوټې پورې پوخ سړک جوړول پېل کړی، چې د ده په خبره همدا سړک به بیا تر چمن پولې پورې او بیا به يې تر کندهار پورې غځوي.

((له ګوادره تر کوټې پورې به سړک غزوو، چې اوس يې جوړېدل پېل شوي دي. ډېر شمېر پاکستانيانو ته مالومه نه ده چې له ګوادر تر کوټې پورې سړک جوړېږي، او ډېر ښه سړک جوړېږي. همدا سړک به بیا مخکې تر چمن پولې پورې رسوو او له چمنه به بیا دا سړک تر تیرمیز پورې غځوو چې د کندهار پر لاره به ځي.))

د پاکستان وزیراعظم وویل، د ده حکومت هڅه کوي، چې د بلوچستان پرمختګ لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي، چې د ده په خبره حکومت به يې بلوچستان ته نه يواځې د نورو صوبو په څېر پرمختګ ورکوي، بلکې تر نورو صوبو به يې مخکې بیايي.

XS
SM
MD
LG