د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت په نوي بجټ کې د کلتوري چارو لپاره څه ایښي؟


پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومت د دوشنبې یا ګل پر ورځ صوبايي اسمبلۍ ته کلنی بجټ وړاندې کړ. د کلتوري او سیلګرۍ چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار امجد علي اپریدی وايي، حکومت په پام کې لري چې د صوبې د ځوانانو د فرهنګي او سپورټي کارونو د پر مخ بېولو لپاره څه د پاسه يو ارب روپۍ ولګوي.

نوموړی په ځانګړې توګه په مرکزي ښار پېښور کې د نشتر هال په نوم د حکومتي تالار، چې د کلتوري پروګرامونو کولو لپاره جوړه کړل شوې، د پراختيا او پکې د ښکليو هنرونو د زده کړې د يوه مرکز پرانېستلو خبره کوي.

((د نشتر هال د بيا نوي کولو کارونه او پکې د کلتوري سرګرميو پيلول دي. هم هلته د ځوانانو لپاره هنري کورسونه اجرا کوو. د دې ټول کارونو لپاره مو حکومت ته يو پروګرام ورکړی دی، د جولای په لومړۍ هفته کې به په انشاالله کار پيل شي. د صوبې اولنی بجټ دی چې د کلتور، لوبو او سېلګرۍ لپاره پکې يوه زياته اندازه پيسې بېلې کړل شوي دي. تقريباً يو ارب، ديارلس کروړه او پينځه ويشت کروړه روپۍ دي.))

په پېښور کې د پښتو ژبې نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، هغه پيسې چې د صوبې د تېر کال په بوديجه کې د کلتور د ودې او د هنرمندانو د خير ښېګڼې لپاره ځانګړې کړل شوې وې، په سمه توګه او پر وخت نه دي لګول شوي.

(( دوی هر کال د کلتور د ودې لپاره په بجټ کې ۳۰۰ ميليونه روپۍ مختص کوي. مخکې هم حکومت نه دی توانېدلی چې دغه پيسې ټول په ټوله ولګوي. موږ به شاه فرمان ته وويل چې دغه پيسې بايد پر هغو هنرمندانو چې ضرورت مند دي، مصرف کړئ، خو هغه زموږ خبره نه منله، او فکر کوم چې هغه پيسې ترې ضايع شوې. تېر کال موږ سپيکر سره هم خبرې کړې وې، خو نه پوهېږم چې دوی څه کول غواړي؟ هنرمندانو او د هغوی ستونزو پلو زيات سنجيده نه دي؟ نو دوی هېڅ هم نه کوي.))

ګلزار عالم زياتوي، د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت ته يې څو وارې د سيمې د هنرمندانو، په تېره د هغو چې عمر خوړلي او ناروغه دي، د ستونزو په اړه ويلي، خو په خبره يې چې د هغوی کومه دادرسي نه ده شوې.

((د خيال لالا مثال به واخلو. ناروغه دی، او حق يې هم جوړېږي، هغه ته وزيراعظم درې لکه روپۍ ورکړې. زه وايم چې که ۵۰ نه وې نو لږ تر لږه ۳۰ لکه خو چې يې ورکړې وای. د هغه د ۵۰ کلونو خواري او خدمت دی. نو په داسې کې به سړی څه ووايي، او چا ته به وژاړي؟ قمرو جان بيماره ده، معشوق سلطان هم ناروغه ده، ګلاب شېر استاد په بد حالت کې دی، هدايت الله ذهني تکليف لري. نو سړی حيران پرېشانه شي. په کلتور محکمه کې خلک ناست دي او په خپلو کې پيسې ويشي.))

د کلتوري چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار امجد علي اپریدی بيا وايي چې له ناروغه هنرمندانو سره د حکومت يو ځلي مالي مرستې د هغوی په ښېګڼه نه تمامېږي.

د هغه په خبره، حکومت د يوه داسې نظام پر معرفي کولو غور کوي چې په ترځ کې یې هنرمندان د ځايي حکومتونو په کچ فعاله کړل شي او د ګټې وټې مستقلې لارې ورته پرانیستل شي.

((په پاکستان کې چې کله هم يو هنرمند بيمار شي نو حکومت ورته درې، پينځه يا لس لکه روپۍ ورکړي، چې ورباندې د هغه فنکار مساله نه حل کېږي. نو موږ کوښښ کوو چې هنرمندان د ويلج او ضلعي کونسلونو په کچ فعاله کړو او په صوبه کې هم ورته موقعې برابر کړو، او له همدغو لارو دوی وکولای شي د عزت ژوند وکړي.))

کتونکي د خيبر پښتونخوا له حکومته غواړي چې په صوبه کې ادبي او کلتوري غونډو جوړولو ته خاصه توجه وکړي. د دوی په خبره، له همدې لارې حکومت کولای شي د سيمې ځوانان مثبتو سرګرميو ته جلب او هغوی د سخت دريځو کسانو او ډلو له نفوذه وژغوري.

XS
SM
MD
LG