د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۱۶۰ کې یوازې ۲۳ ته د 'ترهګرۍ' په تور د مرګ سزا ورکړل شوې


د مرستندویه ادارې ایدي فاونډېشن کارکوونکي د صابر بلوڅ مړی د هغه کورنۍ ته سپاري. نوموړي ته د پاکستان الوتکې تښتولو په تور د مرګ سزا ورکړل شوه.
د مرستندویه ادارې ایدي فاونډېشن کارکوونکي د صابر بلوڅ مړی د هغه کورنۍ ته سپاري. نوموړي ته د پاکستان الوتکې تښتولو په تور د مرګ سزا ورکړل شوه.

اسلام اباد - د پاکستان بشري حقونو کمېسیون وايي، حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې په بېلا بېلو جنایتونو کې ککړو شاوخوا ۱۶۰ کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړې دي.

د بشري حقونو کمېسیون مشرې زهرې یوسف مشال راډیو ته وویل، په پېښور کې پر سکول تر برید وروسته چې د پاکستان حکومت د مرګ پر سزاګانو لګېدلی بندیز لرې کړ نو په ګڼو کسانو ته یې پانسي ورکړه.

نوموړې وايي، په دې کسانو کې یوازې ۲۳ هغه ول چې ورته د ترهګرۍ په پېښو کې د ککړتیا په تور د مرګ سزا ورکړل شوه. پاتې کسان ټول په نورو جرمونو کې ککړ ول. زهره یوسف وايي، په پاکستان کې د ترهګرۍ په ۶۵ فیصده مقدمو کې د ثبوتونو نشتوالي له کبله تورن کسان خوشې کېږي.

دې وویل، حکومت د مرګ پر سزا د بندیز لرې کولو پر مهال ویلي ول چې له دې کار سره به په ټولنه کې ښه والی راشي ((خو داسې ونشول او تاسې ولیدل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کراچۍ، لاهور، کوټې او پېښور په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې د ترهګرۍ لویې پېښې وشوې، پر قانون پلي کوونکو کسانو بریدونه وشول، نو حکومت چې د کومې موخې لپاره بندیز لرې کړی، هغه خو یې تر لاسه نه کړه.))

خو په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر د زهرې یوسف له څرګندونو سره تر یوه حده اختلاف کوي. دی وايي، د مرګ پر سزاګانو له عمل کولو سره په هېواد کې د جرمونو یا جنایتونو سطح ټیټه شوې.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو او اروپايي ټولنې په بیا بیا پر پاکستان ټینګار کړی چې د مرګ پر سزاګانو دې بندیز ولګوي ځکه چې په هغه هېواد کې په عدالتي نظام کې د تشو له کبله ډېری وخت د مقدمو فیصلې په سم ډول نه کېږي.

XS
SM
MD
LG