د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال په نړۍ کې هره ورځ شاوخوا ۴۲ زره کسان یې کوره کېدل


د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند بابر بلوڅ
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند بابر بلوڅ

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره - يو اين ايچ سي آر - وايې، په نړۍ کې د کډوالو شمير تر بل هر وخت زيات شوی دی.

پراګ: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره - يو اين ايچ سي آر - وايې، په نړۍ کې د کډوالو شمير تر بل هر وخت زيات شوی دی.

د دې ادارې لخوا د جون پر ۱۷مه نېټه په خپاره شوي رپورټ کې ويل شوي چې د ۲۰۱۴ م کال تر پايه په نړۍ کې شاوخوا ۶۰ میليونه کسان بې کوره شوي وو.

تر دې وړاندي افغانستان هغه هېواد وو چې په نړۍ کې يې تر ټولو زيات کسان کډوال وو خو اوس د رپورټ په خبره دغه ځای شام نيولی دی.

رپورټ وايې، تير کال هره ورځ تر ۴۲ زره زيات کسان کډوال شوي وو.

په دې اړه د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ د سویټزرلېنډ په پلازمېنه جنيوا کې د د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره - يو اين ايچ سي آر -له وياند بابر بلوڅ سره مرکه کړېده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG