د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په پاکستان کې د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع څارو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع وڅاري.

راپور: ناجیه ساپۍ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع وڅاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې یې خپل سفیر ته دنده ورکړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع څېري.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی ته هم دغه راپورونه رسیدلي خو تراوسه معلومه نه ده چې اصلي موضوع څه ده:

((د افغانستان د جمهوري ریاست سفارت په اسلام اباد کې له بېلابېلو مسوولو ادارو سره په اړیکه کې دی، هرکله چې د افغانستان سفارت په دې اړه د پاکستان رسمي دریځ ترلاسه کړ نو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته به اطلاع ورکړي او موږ به پدې اړه بشپړ جزیات له رسینو سره شریک کړو.))

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ وکړه.

د پاکستان مرکزي حکومت بېلابېلو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې چې په دې لړ کې دې جدي ګامونه پورته کړي.

خو له دې سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له مشال راډيو سره په خبرو کې دا مساله نه تایدوي:

ده وویل: (( زه دا خبر نه شم تاییدولای، ځکه هغه ډول چې موږ له پاکستاني چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي یو؛ هغه په خپله خوښه د افغان کډوالو راستنیدل دي؛ نو په دې صورت کې بیا مهاجرین کافي فرصت لري چې خپل جایدادونه خرڅ کړي او که چېرې استثنایي حالت راشي؛ نو موږ به په ګډه تصمیم نیسو.))

د راپورونو له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت په لومړي سر کې د پنجاب ايالتي چارواکيو ته د ١١٠٠ هغو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو تفصيلات ورکړي چې د دې ايالت په بېلابېلو سيمو کې يې په خپل نوم اخيستيي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ UNHCR د احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې نږدې ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د ملګرو ملتونو پاکستان او افغانستان د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته د دې کال تر پايه پورې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG