د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ای اېس ای د افغان استخباراتو نوي تورونه


په کابل کې د امنیتي چارو افغان کارپوهه حسیب الله شنواری وايي، دغه تورونه د افغانستان استخباراتو چارواکو لګولی دی، حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي

د پاکستان خارجه دفتر د افغانستان استخباراتي ادارې هغه تورونه رد کړل چې وايي، د تېر ګل په ورځ پر افغان پارلیمان ترسره شوي وسله وال برید کې د پاکستان استخباراتي ادارې یو چارواکی ککړ دی.

که څه هم په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نوي ګډ حکومت له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو نوی باب پرانیستلو، دواړو هېوادونو خپلمنځي همکاري هم زیاته کړه خو په کابل کې وروستۍ پېښه او تورونه به پر دغه نویو تعلقاتو څه اغېز پرېباسي.

په کابل کې د امنیتي چارو افغان کارپوهه حسیب الله شنواری وايي، دغه تورونه د افغانستان استخباراتو چارواکو لګولی دی، حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي:

پر ای اېس ای د افغان استخباراتو تور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکې ریټایرډ بریګیډیر سعد محمدوايي د هغه په نظر د افغان چارواکو تورونه ښايي رښتیا نه وي او که وي نو پکار دي چې پاکستان د هغوی اندېښنو ته جواب ووايي:

'که د افغان چارواکو تورونه ریښتیا وي پاکستان دې ځواب ووايي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

سعد محمد زیاتوي پر افغان پارلیمان برید وړه خبره نه ده پکار دي چې په تحقیقاتو کې ورسره پاکستان هر ډول ممکنه همکاري وکړي. خو بلخوا په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي چارو پوهه حکمت الله اعظمي وايي ځینې عناصر د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې د ښه والي مخالف دي کیدای شي چې ددې ډول تورونو تر شا هغوي لاس لري.

'ځینې کسان د افغانستان او پاکستان ښه تعلقات نه غواړي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملي یو والي حکومت له جوړیدوپس د افغانستان او پاکستان ترمنځه تعلقات ښه شوي او د اعتماد سازۍ لپاره هلې ځلې تندې شوې دي. په دې لړ کې د افغان ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم نواز شریف پشمول د دواړو هېوادونو اعلا حکومتي اوپوځي چارواکو د کابل او اسلام اباد یو شمېر سفرونه کړي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG