د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اېم کیو اېم په اړه به له بریتانیا مالومات اخلو”


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، پر متحده قومي موومنټ د لګېدلو تورونو په اړه نن (جمعه) له برتانیوي حکومت سره رابطه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، پر متحده قومي موومنټ د لګېدلو تورونو په اړه نن (جمعه) له برتانیوي حکومت سره رابطه کوي.

د کورنیو چارو وزیر دا خبره بېګا ماښام د بي بي سي د هغه رپورټ په حواله وکړه چې د چارشنبې پر ورځ خپور شوی وو.

“د اېم کیو اېم په اړه به له بریتانیا مالومات اخلو”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په رپورټ کې پر اېم کیو اېم تور پورې شوی چې هندی حکومت ورسره مالي مرستې کوي.

هند دا تور ((بې بنسټه)) بللی وو او اېم کیو اېم ورباندې له څه ویلو ډډه کړې وه. چودري نثار علي خان وویل، نن به برتانیوي حکومت ته لیک استوي او غوښتنه به ورڅخه کوي چې پاکستاني حکومت ته دې د اېم کیو اېم په اړه مالومات ورکړي.

ده وویل، په دې لړ کې یې په اسلام اباد کې له برتانیوي سفیر سره هم لیدلي. نثار علي خان زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتي ادارې پخوا هم داسې رپورټونه ورکړي ول چې د هند استخباراتي اداره (را) په پاکستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره ځېنو کسانو ته پیسې ورکوي نو ځکه پر اېم کیو اېم لګېدلي تورونه په جدي توګه څېړي.

اېم کيو اېم چې ورباندي له هندي جاسوسي ادارې ( را )څخه د پيسو اخستلو تور دی، يو وخت د پاکستان د پوځ د پخواني مشر او ولسمشر جنرال پروېز مشرف ټينګ سياسي ملګری وو.

اېم کیو اېم او جنرال مشرف ټینګ سیاسي ملګري ول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پوښتنه داده چې که دغه ګوند له را څخه پيسې اختستلې او د دې هېواد جاسوسي ادارې ورباندي خبري هم وې نو بيا يې پر ضد ولي جنرال مشرف ګامونه پورته نکړل؟ دا پوښتنه عبدالحي کاکړ د پاکستان د قانون له پخواني وزير افتخار ګيلاني څخه کړېده

XS
SM
MD
LG