د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا د پاکستاني حکومت پیسې به بلوڅ ازادي تحريک کمزوری کړي؟


بلوڅ بيلتون غوښتونکي
بلوڅ بيلتون غوښتونکي

حکومت اعلان کړی چې که بلوڅ ازادۍ غوښتونکي له خپلو غوښتنو تېر شي، ټوپک کيږدي او د پاکستان له مخالفته لاس واخلي نو د پیسو انعامونه به ورکړي. آيا دا کار به د بلوڅانو د ازادۍ تحريک کمزوری کړي؟

په داسې حال کې چې بلوچستان کې لا هم ځينې بلوڅ وسله والې ډلې له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه کوي، د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې له جګړې لاس اخيستونکو ته به عمومي بخښنه کوي.

د تېرې جمعې په ورځد بلوچستان حکومت وويل چې د ازادۍ لپاره له مبارزې لاس اخيستونکي هر قوماندان ته به پنځلس لکه، د منخنۍ کچې قوماندان ته به لس لکه او د وړې کچې جنګیالو ته به پنځه لکه روپۍ ورکوي.

د پيسو اعلانولو پر ځای دي امنیتي استیبلشمنټ خپله رویه بدله کړي او د وسله والو اعتماد دې بحال کړل شي.

دې اعلان سره په صوبه کې د وسله وال یاغیتوب په اړه پوښتنې راپورته کیږي چې ایا وسله وال به دا ومني که څنګه؟

د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) يو مشر سينېټر ډاکټر جهانزېب جمال دیني مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې د داسې پيسو د اعلانولو پر ځای دي امنیتي استیبلشمنټ خپله رویه بدله کړي او د وسله والو اعتماد دې بحال کړل شي.

((حکومت بايد [بيلتون غوښتونکو ته] مراعات ورله ورکړي، نيول شوي خلک دي خلاصه کړي او د هغوی باور دي پر ځای کړي. دا کوم خلک چې غرونو ته ختلي دوی د پاکستان پر فيډريشن باور نه لري. چې کله د دوی اعتماد بحال شي نو بیا خو آسانه ده. مسله د پنځلس لکو روپيوو نه ده، مسله د باور ده چې دا خلک يې پري نه کوي.))

بلوچان تور لګوي چې د پاکستان امنيتي ادارې يې ملت پاله کسان وژني
بلوچان تور لګوي چې د پاکستان امنيتي ادارې يې ملت پاله کسان وژني

ياده وي چې بلوچستان کې ځيني وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ اخيستو لپاره وسله واله جګړه کوي. دوی وايي دا جګړه يې ځکه شروع کړي چې پاکستاني رياست يې حقوق تر پښو لاندې کړي او پر وسايلو ورته واک نه ورکوي.

ياده صوبه کې پر سياسي چارو نظر لرونکی خبريال، شهزاده ذوالفقار وايي چې تر څو مهم کسان له وسله والې مبارزې لاس وانخلي تر هغې به د بلوچانو د ازادۍ تحريک ختمول ممکنه نه وي.

که د بلوچانو د ازادۍ لپاره د جګړه کوونکو مشران ډاکټر الله نظر، حير بیار مري، جاوېد مېنګل او یا مهران مري راشي نو بیا کېدای شي چې د دي تحريک پر کمزوري کولو څه اثر وکړي.

((د بلوچانو ياغيتوب هغه وخت کمزوری کېدلی شي چې د دي تحريک تر شا ولاړ مشران له وسله والو هڅو لاس واخلي. يا دوی ونيول شي او يا پخپله حکومت ته تسليم شي نو بيا به يو څه فرق رامنځته شي.))

نوموړي زياته کړه: ((که داسې نه وي نو دا کيسه به همداسې جارې وي. نن به دوه کسان د ازادۍ تحريک پريږدي او سبا به يې څلور نور شروع کوي. کېدای شي چې کوم سړی کمزوری شي یا د پېسو سوچ وکړي هغه خو به راشي. خو دا ناممکنه ده چې ټول دې یو ځای وسله کښيږدي. که [د بلوچانو د ازادۍ لپاره د جګړه کوونکو مشران] ډاکټر الله نظر که راشي، حيربیار مري که راشي، جاوېد مېنګل که راشي او یا مهران مري راشي نو بیا کېدای شي چې د دي تحريک پر کمزوري کولو څه اثر وکړي.))

ډاکټر الله نظر بلوڅ
ډاکټر الله نظر بلوڅ

له پاکستانه خپرېدونکې انګریزي ژبې ورځپاڼه، ایکسپریس ټريبیون دیو لوړ پوړي حکومتي چارواکي له خولې وايي چې د بخښنې پلان د هغو بلوچ وسله والو لپاره دی چې په ځايي کچه جګړه کوي. د رپورټ ترمخه هغه څوک چې په نورو هېوادونو کې پټ دي له هغو سره به قانوني کاروايي کیږي.

د بلوچستان حکومت دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو کې حکومت دعوه وکړه چې شاوخوا سلو وسله والو په کوټه او خضدار کې حکومت ته تسليم شوي وو.

XS
SM
MD
LG