د لاسرسي ځای

تازه خبر

سند ایالت : ګرمۍ تر اوسه دولس سوه کسان مړه کړي


د کراچۍ ګرمۍ زپلي تنان د یو پل په سیوري
د کراچۍ ګرمۍ زپلي تنان د یو پل په سیوري

د کراچۍ ښار او د سند ایالت نورې سیمې لا هم د سختې ګرمۍ په لومو کې راګیرې دي. چارواکي وايي د تیرې یوې اونۍ راهیسې سختې ګرمۍ خلک سخت اغیزمن کړي دي. د دوی په وینا تراوسه د دولسو سوو په خواوشا کې خلکو د سختې ګرمۍ له کبله سا ورکړېده.

چارواکي وايي که څه هم د تیر خالي په ورځ د تودوخي درجه نسبتا کمه شوې وه ، خو بیا هم دوه دیرش نور کسان په دغه ورځ د ګرمۍ له وجې له منځه تللي دي. چارواکي داهم وايي چې دامهال دوه زره جل وهلي کسان د ښار په بیلابیلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

ایسوسي ایټډ پریس د یو ځايي صحي چارواکي نظرمحمد بزدار له قوله لیکلي چې په تیرو اتو ورځو کې د شپږو زرو جل وهلو درملنه شوېده.

د ایدي خیریه ادارې چارواکي وايي تراوسه دوی ته د نهو سوو کسانو مړي رسیدلي دي څو په سړو خونو کې کېښودل شي.

دکراچۍ اوسیدونکي وايي په سخته ګرمۍ کې د بریښنا او اوبو د نیشتوالي له کبله هم خلک سا ورکوي.

په پاکستان کې په ګرمۍ کې د بریښنا او په ژمي کې د ګیسو پرچاوي « لوډشیډنګ » د معمول خبره ده.

XS
SM
MD
LG