د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا او شوال کې د پوځې الوتکو بمبارۍ درویشت وسلوال وژلي


یوه پاکستانۍ جیټ الوتکه
یوه پاکستانۍ جیټ الوتکه

په خیبر او شمالي وزیرستان ایجنسیو کې د پاکستان پوځ د تازه بمباریو په ترڅ کې درویشت تندروه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ کرنل ندیم په خیبر ایجنسۍ کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري ته په یو استول شوي موبایل پیغام کې ویلي پوځ تازه بمباري د یکشنبې په ورځ کړېده.

په وژلو شویو کې د ځايي وسله والو ترڅنګ بهرنیان هم ښودل کیږي. ځايي وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل شوي وسله وال د تحریک طالبان پاکستان غړي ښودل کیږي.

پوځ وايي د خیبر په تیرا سیمه کې د بمبارۍ په ترڅ کې د وسله والو د وسلو یو زیرمتون او څو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

په خیبر ایجنسۍ کې ترسره شوي عملیات « خیبر دوه » نومیږي.ازادو سرچینو او طالبانو د بمبارۍ او په ترڅ کې یې وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه رسنیو ته تر دې دمه څه نه دي ویلي.

په خیبر او شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو له وجې لکونه قبایلیان د خپلو سیمو پرېښودلو ته هم اړ شوي دي.

پوځي چارواکي وایی چې دغه بمبارۍ یی د ضرب عضب او خیبر ټو پوځي عملیاتو په ترڅ کې کړي دي،

XS
SM
MD
LG