برتانیوي وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د سختدریځۍ پر ضد د جنګېدو غږ کړی دی او ویلي یې دي چې د هېواد وګړي یې باید نه ماتېدونکی هوډ وښيي. نن (د دوشنبې پر ورځ) په ټیليګراف ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې نوموړي د هېواد دننه او دباندې د سختدریځۍ پر ضد د جنګېدو او د زغم ښودو غږ کړی.
کیمرون دا لیکنه پر داسې مهال کړې چې د جمعې پر ورځ په تیونس کې یوه وسله وال پر سیلګرو ډزې وکړې او ۳۸ کسان یې ووژل چې پکې ډېری برتانیوي وګړي ول.
نوموړی وايي، ولس باید ((د خپلو ارزښتونو یانې د سولې، ډیموکراسۍ، زغم او ازادۍ د اقدارو ساتنې لپاره په قوت ودرېږي.))
کیمرون لیکي، دوی باید ((د نه زغم پر وړاندې له زیات برداشته کار واخلي او هر هغه کس رد کړي چې نظریات یې د سختدریځۍ حکایت یا بیانیې ته اجازه ورکوي او یا د دې بیانیې د خپرولو او ودې حالات پیدا کوي.))
د ګل پر ورځ بي بي سي وویل، د تیونس په برید کې ښايي د وژل شویو شمېر زیات شي.
د تیونس د سوس پر سیلاني ساحل په برید کې درې ایرلینډیان، یو بېلجیمی، یو پرتګالی او یو جرمن هم وژل شوي ول.
کیمرون په خپله لیکنه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پروپیګنډې مخنیوي لپاره د هڅو غږ (ږغ) وکړ او وايي چې له هېواده بهر د سیاسي ادارو د پیاوړي کولو اړتیا ده.
اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ساحل د حملې پړه منلې.
کیمرون وايي، نړیواله ټولنه باید په ((شام، عراق او لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې پر منبع)) توجه ورکړي او د دې ډلې له خوا د وژنو مخنیوی وکړي.
نوموړی لیکي، د روژې په سپېڅلې میاشت کې دا ډول بریدونه ((د ټولې نړۍ د مسلمانانو سپکاوی)) دی.
برتانیوی وزیراعظم وايي، د اسلامي دولت ډله غواړي چې خلک دا باور وکړي چې دا د اسلام او غرب تر منځ جګړه ده. په اصل کې ((دا د هغو سختدریځو او ګردې ازادي غوښتونکې نړۍ تر منځ جګړه ده چې غواړي کرکه دود کړي.))
کیمرون زیاتوي چې په تیونس کې برید د هغې ((بدۍ)) یوه بېلګه ده چې په عراق، په پاریس کې د مجلې پر دفتر، په کینیا او په پاکستان کې پر زده کوونکو په بریدونو کې لیدل شوې.