د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دوو بلوڅ بيلتونپالو ډلو خپلو کې سره وژلي'


د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټی
د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټی

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټی وايي، په بلوچستان کې د دوو بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې شاوخوا شل وسله وال وژل شوي دي. بلې خواته بیا د سرفرازبګټي په خبره امنيتي ځواکونو د صوبې له بېل بېل پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو څخه درې ترهګر او بېخي زیاته وسله نیولې ده. خدای نور ناصر پرې رپوټ راکوي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټی وايي، د بلوڅ مېشتې کوهلو او ډېره بګټي سیمو پر پوله د دوو بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو په نښته کې لږ تر لږه شل وسله وال وژل شوي دي. بګټی زیاتوي، لا هم په سرکاري توګه ددې نښتو مالومات ورته رسېدلي نه دي، خو د قبایلي توګه يې چې کوم مالومات ترلاسه کړي، له هغه سره سم دا نښته د يونايټيډ بلوچ ارمي او بلوچ لیبرېشن آرمي د وسله والو تر منځ شوې.

؛ دا زامران او حیربیار په نامه دوه وروڼه دي، او ددوي بیا د يوبي اې او بي ايل اې په نومونو دوې وسله والې ډلې دي. ددغو دوو تر منځ جنګ شوی، چې په کې د شلو په شاوخوا کې وسله وال وژل شوي دي. دا چې دا لرې پرته سیمه ده، نو لا هم زموږ امنيتي ځواکونو هڅه کوي، چې هلته ځان ورسوي او د لټون عمليات پېل کړي. چې دقیق مالومات څرګند شي؛.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر چې د سې شنبې په غرمه يې په کوټه کې يوې خبري غونډې ته خبري کولې، وویل، امنيتي ځواکونو يې د صوبې له بېل بېل سیمو څخه درې ترهګر نیولي او بېخي زیاته وسله يې هم ترلاسه کړې.

؛ په څلور بېل بېل سیمو کې عمليات شوي، چې په کې کلاعبدالله، خانوزيي، ډېره مرادجمالي او باګ شاملې دي، په دې په کلا عبدالله کې درې ترهګر سره له وسلې هم نیول شوي دي؛.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفرازبګټي چې د ملېشه و بريګيډير طاهرمحمود هم ورسره وو، يو ځل يې بیا تور پورې کړ، چې د بلوچستان په ناامنۍ کې د هندي استخباراتو را لاس دی

XS
SM
MD
LG