د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالنډ میشتو افغان محصلانو له بې وزلو سره مرسته وکړه


په هالنډ هېواد کې د ننګ په نوم د افغان محصلانو د یوې خیریه ټولنې غړو د روژې میاشتې په درناوي په خوست کې سلو بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په هالنډ هېواد کې د ننګ په نوم د افغان محصلانو د یوې خیریه ټولنې غړو د روژې میاشتې په درناوي په خوست کې سلو بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

یاده مرسته چې نن د سېشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا یو تن غړي عبدالولي واحدزي په لاس غریبانانو او بې وزله کورنیو ته وویشل شوه، ده مشال راډيو سره په خبرو کې په هالنډ کې د ننګ په نوم د پښتنو افغان محصلانو د خیریه ټولنې له غړو مننه وکړه، چې د روژې په میاشت کې يې خپلو غریبو هېوادوالو ته مرسته رالیږلې ده.

عبدالولي واحدزي زیاته کړه، چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د خوست د خلکو یوه ستره برخه غریبه او محتاجه ده، چې د روژې په شپو ورځو کې دا لږه مرسته هم دوی له پاره ډېر ځای نیسي:

((د ننګ خیریه ټولنې له خوا چې په هالنډ کې د افغاني پښتنو محصلانو ټولنه ده، د هغو له خوا د انجینر صیب وزیرخان په لاس چې د ملي سوداګر علي اکبر ژوندي ورور دی، موږ سره څلور زره اروپايي یورو مرسته وشوه او سلو کورنیو ته پرې خوراکي توکي واخیستل شول، دا شپږ قلمه جنس دی، چې وړه دي، غوړي دي، بوره ده، لوبیا ده او چای دی.))

د امان الله او وزیر په نوم دوه مشران کسان، چې دا مرسته يې ترلاسه کړې وه خپله بې وسي او غریبي داسې یاده کړه:

((زما نوم امان الله دی په اول قدم کې د هغو خلکو نه ډېره ډېره مننه کوو، چې د واحدزی صیب په لاس يې دې ځای ته مرسته رالیږلې ده، که زه تاسو ته ووایم چې موږ ډېره ایسار او محتاج وو، د وړو، لوبیا او نورو د روژه ماتي له پاره په خوړو کې هر څه چې په کور کې يې اړتیا ده مور ورته محتاج وو.

۲-زما نوم وزیر دی، قسم دی چای ته محتاج یو، غلې ته محتاج یو، هر چا چې موږ سره مرسته وکړه، به روژه کې محتاجۍ ډېرې دي خدای پاک نه ورته مجرايی غواړو.))

د سیداحمد خان او ښایسته خان په نوم د خوست د دوو اطرافي سیمو اوسیدونکي وايي، چې غریبۍ او محتاجۍ جسماً او فکراً ډېر کمزوري کړي دي.

دوی په روژه کې د هالنډ میشتو افغان محصلانو د مرستې قدرداني وکړه، چې د روژې په میاشت کې يې داسو خلکو سره مرسته وکړه، چې د روژه ماتي له پاره يې څه نه درلودل.

د یادونې وړ ده، روژه د اسلام دین په پنځو بناوو کې تر ایمان او لمونځ وروسته دریم رکن دی، په دې میاشت کې د دیني روایتونو سره سم مالدار او غني مسلمانان بې وزلو او غریبانانو ته زکاتونه، صدقې او خیراتونه ورکوي، په خوست کې هم د بې وزلو سره د مرستو دا بهیر د یو شمېر خیریه ټولنو او عامو خلکو له لوري روان دی.

XS
SM
MD
LG