د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مېنګورې په دارلامان کې ښځې تر ځناورو هم بدتر ژوند تېروي'


د دارلامان چارواکي وايي، کله نا کله خو د دغه څلورو کوټو په ودانۍ کې د ښځو شمېر چې ورسره ماشومان هم وي تر سلو زیات شي.

د سوات په مرکزي ښار مېنګوره کې په یوه سرکاري دارالمان کې تر شپېتو زیاتې ښځې له کړاوه او تکلیفه ډک ژوند تېروې چې د خپلو کورنیو شخړو او لانجو تر عدالتي هوارېدو یې دلته ورته لنډمهالې خوندي استوګنه ورکړې ده.

د کرایې د دغه کور په یوه برخه کې د ښځو پر ژغورنه ګمارل شوی پولیس او بلې غاړې ته بیا په څلورو کوټو کې تر شپېتو زیاتې ښځې اوسېږي.

د دارلامان چارواکي وايي، کله نا کله خو د دغه څلورو کوټو په ودانۍ کې د ښځو شمېر چې ورسره ماشومان هم وي تر سلو زیات شي.

په دارلامان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې بندي یوه پېغله چې د خپلې پېژندګلو او د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان ته وویل:

«دلته چې کوم مشکلات دي، کټونه هم راته تنګ دي، په یوه یوه کټ کې دوه دوه تنه څملي، چې یو تن راکې بیمار شي نو ازاده بل ته لګېږي، د اوبو مشکلات دي، غسلخانې بندې دي. دارلامان دې راته بدل کړي، چې یو غټ ځای وي، او کټونه دې راته راوړي»

دارلامان ته خبریالان د خویندو جرګې له غړو سره اله یو ځای پرېښودل شول چې د صوبایي اسمبلۍ یوه غړي ته یې شکایت وکړو.

د خویندو جرګې مشرې پر دې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: «د سوات دارالمان په ډېر بدحال کې دی، او زه وایم چې د ځناورو د اوسېدو ځای هم نه دی. په دې ټول قصور زموږ د حکومت دی چې هېچېرې یې دلته مخ نه دی رااړولی چې په دې ځای کې د ښځو څه حال دی. دغه ښځې له څومره اساسو مسلو سره مخامخې دي. له هغوی سره دلته ماشومان بچیان راځي، دا کتل غواړي چې د دغو ماشومانو مسقبل به څه وي. هېڅوک هم د هغوی سوچ نه کوي. دا ښځې هم شته چې دلته له څلورو څلورو کلونو راهیسې ناستې دي. د هغوی مسلې هېڅ نه هوارېږي. بیا دلته داسې نجونه دي چې دماغي ناروغي لري او ما ته نه ښکاري چې د هغوی علاج هم په سمه توګه نه کېږي»

د مېنګورې دارلامان کې موجود مشرانو په دې اړه خبریالانو ته په ریکارډ له څه ویلو ډډه وکړه خو پر دې مهال د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره ځايي غړي فضل حکیم خان هم له هغه ډلې سره مل وو چې د دارلامان کتنه یې کوله، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:

«انشاء الله په بېړنیو تړګه به یې بلې نوې ودانۍ ته ولېږم، دوی ته به د غسلخانو بندوبست وکړم، جنرېټر به هم ورته راوړم، ډېره سخته ګرمي. څومره چې زما وس کېږي له دوی سره به خپله مرسته کووم، د هغې وجه دا ده چې دا ډېره بې وزلې او غریبه طبقه ده. ماشومان دي پکې، تاسو هم وکتل ما هم وکتل. یقین وکړه، زما خو په دې زړه ډېر خپه شوو. دوه درې ګنټې وخت به پر دې واړاوو»

په دارلامان کې ځینو ښځو وویل چې له کلونو راهیسې یې مقدمې روانې دي،او نه حلېږي. دوی زیاتوي په داسې حالاتو کې شپې ورځې سبا کوي چې نه دولتي ادارې او نه یې غیر حکومتي ادارې پوښتنه کوي او نه ورته د کورنۍ غړي په ښه سترګه ورته ګوري.

XS
SM
MD
LG