د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو د مخته راتلو او بریدونو له کبله په کابل کې د دې هیواد سفیر ور وغوښتی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو د مخته راتلو او بریدونو له کبله په کابل کې د دې هیواد سفیر ور وغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل چې د دې وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د پاکستان له سفیر سره په خبرو کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني عسکرو برید د اصولو خلاف او ناوړه کار وباله.

د ښاغلي مستغني په خبره په دې لیدنه کې د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې دا ستونزه به هرومرو له خپلو چارواکو سره شریکوي.

د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني ځواکونو نښته وکړه چې پکې یو افغان پولیس ووژل شو.

تر دې وړاندې د پکتیکا د شکین ولسوال مشال راډیو ته ویلي وو چې په دې پېښه کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

بل پلو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې نن په یو خبرپاڼه کې وویل چې په دې پېښه کې د دوی یوازې دوه عسکر ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG