د لاسرسي ځای

تازه خبر

۹۲ کلن خدايي خدمتګار ووژل شو


خان بابا په ۱۹۲۳ کې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او خپل ټول ژوند یې نه یوازې د باچا خان له غورځنګ خدايي خدمتګار سره د ولسي خېر ښېګړې په هلوځلو کې تېر کړی وو

په چارسده اتمانزو کې ناڅرګندو وسله والو د عوامي نېشنل پارټۍ پر دفتر په ډزو کې د خدايي خدمتګار یو پخوانی سبینږیری مبارز او د اې اېن پي ځايي صدر دوست محمد خان عرف خان بابا وژلی دی.

د عوامي نېشنل پارټۍ یوځايي غړی شا رضا باچا وايي، چې خان بابا په دفتر کې ناست وو چې نامعلومه موټر سایکل سواره ورننوتل او هغه ځای پر ځای په ډزو وواژه، او له پېښې ورستو په تېښته بریالي شول.

پولیسو د خان بابا مړی د چارسدې لوی هسپتال ته د پوسټ مارټم لپاره وړی دی.

خان بابا په ۱۹۲۳ کې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او خپل ټول ژوند یې نه یوازې د باچا خان له غورځنګ خدايي خدمتګار سره د ولسي خېر ښېګړې په هلوځلو کې تېر کړی وو بلکې لا هم د پښتنو په سیاسي او ملي تحریک کې فعاله غړی وو.

XS
SM
MD
LG