د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: د جومات امام ته د لسو کالو بند سزا واورول شوه


د جومات یو پخوانی عکس
د جومات یو پخوانی عکس

د پنجاب صوبې په قايم پور ښارګوټي کې د يو جومات امام ته د نفرت خپرونکې وینا په جرم کې د څه باندې لس کالو د بند سزا او د اووه لکه روپو جرمانه اورول شوې ده.

اسلام اباد: د پاکستان په پنجاب صوبه کې د یو جومات امام ته پر نفرت خپرونکې وینا د بند سزا اورول شوې ده.

د پنجاب صوبې په قايم پور ښارګوټي کې د يو جومات امام ته د نفرت خپرونکې وینا په جرم کې د څه باندې لس کالو د بند سزا او د اووه لکه روپو جرمانه اورول شوې ده.

عبدالغني نومې امام ته دغه سزا د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت يوه جج خالد ارشد اورولې ده.

د قايم پور پوليس تاڼې مشر لياقت علي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، هغه ته د نفرت خپرورنکي تقرير په کولو سره سزا ورکړل شوې. د قايم پور تاڼې پوليسو مولا عبدلغني له هغه ورسته نيولی وو چې نوموړي دوه مياشتې مخکې د يوې فرقې خلاف تقرير کړی وو.

د ترهګرۍ ضد ياد عدالت له نفرت ډک موادو يا لېټريچر خپرولو سره په تړاو کې هم څلورو کسانو ته د څه باندې دريو ، دريو مياشتو د قيد زا او پنځه پنځه زره روپو جرمانه اورولې دي.

تېرکال پر د پيښور پر آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته پاکستاني حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي قامي پلان جوړ کړی چې دارنګ د نفرت خپرورونکو ويناو او موادو مخه ونيسي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG