د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي وسله وال په تېښته دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ وايي د « خیبر دوه » په نوم د عملیاتو په نتیجه کې د باړه او تیرا میدان سیمې د وسله والو نه تصفیه شوي او اوس هلته د حکومت سرتیري موظف شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا اداره وايي اوس وسله وال د کوکي خیلو سیمې ته تښتیدلي. یاده دې وې چې د تیرا د کوکي خیلو سیمې پولې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره لګیدلې دي.

د پاکستان پوځ وايي اوس دوی د تیرا په کوکي خیلو سیمه کې د وسله والو پرضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. د پوځي سرچینو په وینا په یاده سیمه کې پوځ د زمکې او د هوا د لارې عملیات کوي چې د دوی په وینا بريمن په مخ روان دي. پوځ وايي پر وسله والو یې کړۍ تنګه کړې او تلفات یې ور اړولي دي. خو وسله والو ډلو بیا په دې اړه څه نه دی ویلي.

د پاکستان پوځ داهم مني چې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې د دوی سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبریال او کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي د پېښور حالات په دې وروستیو کې ښه شوي او لامل یې دادی چې پوځ په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو پرضد عملیات کوي. نوموړی وايي څه موده مخکې پورې د پېښور ښار نه به خلک تښتول کیدل او قلنګ به اخیستل کیده ، خو اوس وضع ډیره ښه شوې ده. رحیم الله یوسفزی وايي لشکر اسلام ، طالبان او نورې ټولې وسله والې ډلې په خیبر ایجنسۍ کې کمزورې شوې دي. د ده په وینا اوس دغه ډلې د پولې ها خوا افغانستان ته د تښتیدو په حال کې دي.

وسله والو په دوه زره دولسم کال کې د تیرا کوکي خیلو سیمه نیولې وه او زرګونه خلک له یادې سیمې جمرود ته کډه شوي وو.

د تیرا د کوکي خیلو سیمې یو مشر برات خان مشال راډیو ته وویل : دوی خپلې سیمې ته لاهم نشي ستنیدای ځکه چې هلته جګړه روانه ده ، وسله وال موجود دي او حکومت پرې ګوله باري کوي.

یاده دې وی چې په تیرا کې د لشکر اسلام ،تحریک طالبان پاکستان او جمات الاحرار په ګډون یو شمیر وسلوالې ډلې شتون لري او دوی څه موده مخکې په شریکه د پاکستاني پوځ پرضد د جګړې اعلان کړی و.

د سیمې نه د تر لاسه شویو معلوماتو تر مخه دغلته وسلوال د غیر قانوني ایف ایم راډیو له لارې د خپلې موجودګې په حقله بیانونه خپروي.

XS
SM
MD
LG