د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ وزیر اعظم په ناورې کې د تعلیم جهاني کنفرانس ته ولاړ


وزیراعظم نواز شریف نن د ناروې وزیراعظم په بلنه په درې ورځنې سرکاري دوره اوسلو ته روان شوی دی.

وزیراعظم نواز شریف به په اوسلو کې د ترقۍ لپاره د تعلیم په موضوع یو سرمشریز کانفرنس کې ګډون کوي او خطاب به هم کوي.

د دې ترڅنګ وزیراعظم نواز شریف به د ترقۍ لپاره د تعلیم په موضوع د سرمشریزې کانفرنس په موقع له نړیوالو مشرانو سره ملاقاتونه کوي.

له تېرې يوې لسيزې راهیسې دا د یو پاكستاني وزيراعظم د ناروې اولنۍ سركاري دوره ده.

د خپلې دورې پرمهال وزیراعظم نواز شریف به د ناروې له وزیراعظمې ارنا سولبرګ سرهپر دوه اړخیز تعلقاتو ، د سیمې او پر نړیوال چارو هم خبرې کېږي.

نوموړی به د ناروې له باچا هاكون ميګنس سره هم ملاقات كوي.

د وزیراعظم د ناروې دورې په اړه د بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وایې چې په دې دوره کې یوه مهمه خبره دا ده چې په دې ورستیو کې د ناروې حکومت افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه د مزاکراتو په لړ کې یو رول لرولو نو ممکنه ده چې په دې دوره کې د نورو معاملو نه علاوه د دواړو ملکونو حکومتونو ترمینځه په دې خبرې اترې اوشې.

،، کیداې شي چې وزیراعظم نواز شریف د ناروې چې کوم رول دې طالبانو سره خبرو اترو لپاره او کوم چې دوي اوس ساتل غواړې ، په دې لړ کې خبرې اترې وکړې او له دې علاوه د دواړو ملکونو ترمینځه تعلقاتو او هلته میشت پاکستانیانو په اړه هم خبرې وشې او دا شان د جنوبي ایشیا د استحکام په اړه به په ملاقاتونو کې هم خبرې کېږي،،

د نوموړې په وینا د ترقې لپاره د تعلیم په موضوع سرمشریز غونډه کې به وزیراعظم نواز شریف دا کوشش کوي چې د نړۍ پام په پاکستان کې تعلیم اړخ ته وګرځوي او غواړي به چې ورسره د تعلیم په میدان کې مرسته وشي.

خو بلخوا د سیاسي چارو کار پوه ایمل خټک وایي: «په ملک کې چې کوم حالات دي او د ګرمې له وجې خلک مري ، په کویټه کې بمې چاودنه وشوه او په چارسده کې هدفي وژنه نو په داسې حال کې دورې کول د وخت ضیاع ده او دا نمایشي دورې دي، دغه تعلیمي کانفرنس ته د تعلیم محکمې یو افسر هم تلی شو،،

د ذکر ده تېره هفته وزیراعظم نواز شریف ویلي ول چې حکومت د تعلیم شعبه په قومي ایجنډه کې وړومبۍ ترجیح ګرځولې ده او حکومت به د معیاري تعلیم حق لپاره خپل کار جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG