د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په هدفي برید کې درې نور کسان ووژل شول


کوټه ښار بیا بیا د ترهګرۍ پېښو ښکار کېږي
کوټه ښار بیا بیا د ترهګرۍ پېښو ښکار کېږي

تردې وړاندې د اتوار په ماځيګر ددغه ښار پر باچاخان څلورلاره بیا په بمي چاودنه کې يو تن وژل شوی او شاوخوا څوارلس نور ژوبل شوي وو،

د کوټې ښار د پولیسو په خبره د دوشنبې په غرمه ددغه ښار پر جواينټ سړک د پاسپورټ دفتر مخې ته وسله والو په ډزو درې تنه وژلي او د يوې مېرمنې په شمول دوه تنه ژوبل شوي دي. د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چيمه له رسنيو سره په خبرو کې وویل، څلور تنه وسله وال چې په موټرسايکلو سپاره وو، په ولسي وګړيو او پولیس سرتېري يې ډزي کړې، او تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.

؛ داسې ده، چې د پاسپورټ دفتر مخې ته چېري چې هزاره ګان او نور کسان د پاسپورټ د جوړېدو لپاره راځي. نو هلته د جواينټ سړک له خوا وسله وال راغلي او په دې کسانو يې ډزي کړېدي. چې په دې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي؛.

تردې پېښې وروسته ګڼو هزاره ګانو د وژل شويو کسانو له مړيو سره د پولیسو د مشر د دفتر مخې ته لاريون احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې نور دي ددوي ټول وژنې ته د پای ټکی کښېښودل شي. په دې احتجاج کې شریک يوه احتجاج کوونکي له مشال راډيو سره داسې خبرې وکړې.

؛ زما دا پوښتنه ده، چې له تاسو سره دومره زیات محافظان ګرزي، او يواځې څلور ترهګر په دغه ښار باندې واکمني کوي. ولې؟ زه له تاسو دا پوښتنه کوم، چې په بلوچستان کې ملېشه ځواکونه دي، پولیس دي، او نورې ادارې دي، چې په هره څلورلاره باندې څلور څلور پولیس وال ولاړ وي. خو له هغه باوجود هم ترهګر خپل کار کوي، او په تېښټه کې بریالی کېږي، ولې؛.

تردې وړاندې د اتوار په ماځيګر ددغه ښار پر باچاخان څلورلاره بیا په بمي چاودنه کې يو تن وژل شوی او شاوخوا څوارلس نور ژوبل شوي وو، چې د رپوټ تر بشپړېدو پورې د دواړو پېښو مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG