د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پوځي عمليات او ترهګري دواړه زیات شوي


په کوټه کې د پاکستاني ملېشه و له مرکزي دفتره د سې شنبې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د دوی سرتېرو د دوشنبې او سېشنبې پر منځنۍ شپه د کوټې په شرقي بايي پاس سیمه کې په عملياتو کې د جيش الاسلام وسله والې قومندان محمود رند سره له دوو نورو ملګرو وژلی.

په کوټه کې د پاکستاني ملېشه و له مرکزي دفتره د سې شنبې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د دوی سرتېرو د دوشنبې او سېشنبې پر منځنۍ شپه د کوټې په شرقي بايي پاس سیمه کې په عملياتو کې د جيش الاسلام وسله والې قومندان محمود رند سره له دوو نورو ملګرو وژلی.

له دې سره شاوخوا هره ورځ ځواکونه رسنيو ته داسې راپورونو ورکوي، چې پکې د وسله والو د وژنې، د وسلې او چاودېدونکو توکيو د نیولو او هم د عملياتو په هکله ويل کېږي.

خو په کوټه کې مېشت مشر خبریال او په دې عملياتو نظر لرونکی شهزاده ذوالفقار بیا وايي، له ښو او بدو طالبانو سره سره په بلوچستان کې په ځواکونو دا تور پورې کېږي، چې هغوي په فرقه ایزه ترهګرۍ کې د ککړو وسله والو پر ضد عمليات نه کوي.

((په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو دا تور پورې کېږي، چې دوي په فرقه ایزه ترهګرۍ د ککړو وسله والو پر ضد له زړه عمليات نه کوي. او دا خبرې موږ د پوځ له لوړپوړو چارواکو څخه هم په بیا بیا په خبري غونډو کې پوښتلې، خو هغوي يې نه مني)).

د شهزاده ذوالفقار په خبره د ترهګرۍ پر ضد تر قامي کړنلارې وروسته که په بلوچستان کې د وسله والو پر ضد عمليات زیات شوي، نو هلته بیا د وسله والو له خوا هم د دې په عکس الامل کې د ترهګرۍ په پېښو کې زیاتوالی راغلی. بیاهم شهزاده ذوالفقار

(( په دې کې شک نشته، چې تر قامي کړنلارې وروسته دلته عمليات زیات شوي دي. خو که بلې خواته وګورې نو د وسله والو له خوا هم ددې په عکس الامل کې ېډرې لويې لويې پېښې شوې دي، لکه د مستونګ د کډکوچې پېښه یا د تربت د مزدورانو د وژلو پېښه او يا هم که دلته په کوټه ښار کې وګورې، چې په هدفي وژنو کې تردې عملياتو وروسته زیاتوب راغلی دی)).

له دې سره چې د صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې تردې وړاندې هم د بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پر ضد د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات کېدل، خو د قامي کړنلارې تر راتګ وروسته د دغې صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې عملیات زیات شوي، او ورسره د دې په عکس الامل کې په پښتون مېشتو سیمو کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې تر پخوا څو چنده زیاتوب راغلی.

XS
SM
MD
LG