د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان دولت او طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې سره ویني


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی او د طالبانو په استازيتوب ملا جليل اخوند په اسلام آباد کې موجود دي چې د سولې لپاره مفاهمتي او مذاکرتي عمل پر مخ یو سي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله نن غرمه «نهې ورځ» مشال راډيو ته وويل چې له کابله يو نهه کسیزه افغان پلاوی اسلام آباد ته ورغلی خو په دې اړه يې نور جزياتونه ویل.

خو يو افغان چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی او د طالبانو په استازيتوب ملا جليل اخوند په اسلام آباد کې موجود دي چې د سولې لپاره مفاهمتي او مذاکرتي عمل پر مخ یو سي.

خبریال رحیم الله یوسفزی چې د افغانستان پر چارو نظر ساتي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، افغانستان به غواړي چې د سولې بهیر کې د پاکستان همکاري ترلاسه کړي، چې له افغان طالبانو سره یې د سولې خبرې وشي. په دې سلسله کې چې د چین هېواد په اورمچي ښار کې خبرې شوې وې نو د هغې په باب پاکستان ویلي ول چې دوی د دغه غونډې په جوړولو کې مرسته کړې وه. نو دا هم ښايي د هغو لیدو کاتو یو لړۍ وي او یا ښايي د نورو ملاقاتو لپاره لاره هواروي.

د یادونې ده چې یو څو اونۍ وړاندې د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د چین او پاکستان په مرسته مذاکراتي عمل شوی وو او له هغه وروسته د پاکستان خارحه چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول چې په دې لړ کې به ډېر ژر دویمه غونډه هم کېږي.

XS
SM
MD
LG