د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين افغان ځواکونو سره پوځي مرستې کوي


افغان چارواکو تاييد کړي چې چين سره يې د امنيتي مرستو په اړه خبرې شوي دي. چين که له يوې خوا افغانستان کې په مختلفو اقتصادي پروژو کې سرمايه کاري يا پانګونه کوي نو له بلې خوا يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په سياسي روغې جوړې کولو کې هم مهم رول لوبول شروع کړي دي.

يو لوړ پوړي افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال ريډيو سره خبرو کې تاييد کړه چې چين به افغان ځواکونو سره د پوځي سامانونو او وسله ورکولو په برخه کې مرسته کوي. هغه نور معلومات ورکول له وخت مخکې وبلل خو رويټرز خبري اژانس د رپورټ ترمخه د چين ولسمشر ژي پينګ په روس کې د شانګهای د همکاریو سازمان د يوې غونډې په څنډه کې شوې ملاقات کې خپل افغان سيال، اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې امنيتي ځواکونه ته به يې پوځي سامانونه او روزنه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې دي وروستيوو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش افغانستان کې د خپلو فعاليتونو خبر ورکړی دی او په شمالي ولايتونو کې امنيت خراب شوی دی. د دفاعي چارو کارپوه او پخوانی افغان جنرال عتيق الله امرخېل وايي چين ويريږي چې ترهګر به د افغانستان د شمال له لارې د شين ژيانګ ولايت شرقي ترکستان بيلتون غوښتونکي تحريک سره مرستې وکړي.

((چين په وېره کې دی. دوی ويريږي چې که افغانستان کې داعش پښې ټينګې کړي او دغه هيواد د ترهګرو په مرکز بدل شي نو دا د چين د شين ژيانګ ولايت د جلاغوښتونکو اسلامي سخت دريځو وسله والو سره د همکارۍ سبب کيدای شي. نو چين خپلې لاس ته راړنې د خطر سره مخ ويني او نه غواړي چې له افغانستانه دي دوی ته کوم خطر متوجه وي.))

چين افغانستان سره د اقتصادي ګټو له وجې مينه پيدا کړي.

د چين ولسمشر سره په روس کې تر ملاقات وروسته، افغان ولسمشر اشرف غني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې افغانستان د مرکزي ايشيا د هيوادونو سره نښلولو کې لوی اقتصادي ارزښت لري. په همدي خبرپاڼه کې د چين د ولسمشر له خولې ویل شوي چې د مس عینک او د امو سیند د ګيسو پروژې ورته ډېر اهميت لري او د نورې پانګونې په لټه کې دي.

د سياسي چارو کارپوه، ودير صافی وايي چين افغانستان سره د اقتصادي ګټو له وجې مينه پيدا کړي.

((افغانستان ويني چې غربي هيوادونه تري ليري دي او روس سره د تېرو کلونو د جګړو له وجې اړيکې نه دي ښې شوي نو ځکه ورته چين ښه بديل دی. چين بيا افغانستان کې خپلې اقتصادي ګټې ويني. افغانستان کې تر زمکې لاندې زېرې دي چې هيچا لاس نه دی وروړی. د چين پر دوی نظر دی ځکه غواړي د افغانستان سره سياسي، امنيتي او اقتصادي اړيکې ټېنګې کړي.))

چين په داسې حال کې افغان امنيتي ځواکونو سره د پوځي مرستو خبره کوي چې د امريکا په مشرۍ په زرګونو بهرني پوځيان له افغانستان وتلي او اوس خوا او شا يوازې لس زره پوځيان پاتې دي.

په همدي حال کې افغان چارواکي دا هم ويلي چې چين دي وروستيوو کې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو کولو کې د مهم رول لوبونې ترڅنګ تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۳۲۷ ميلينو ډالرو اقتصادي مرستې ژمنه هم کړي ده.

XS
SM
MD
LG