د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جهلم ثوبیه جبین د ګلګت بلتستان صوبايي وزیره


له مشال راډيو سره په خبرو کې دې وویل، چې دا د پنجاب له جهلم سره تعلق لري خو واده یې په دیامیر کې شوی دی، او په ټولنیزو زدکړو کې یې له پنجاب پوهنتونه ماسټري کړې ده.

په پاکستان کې په شمالي سیمو مشتملې د ګلګت بلتستان صوبې له دیامیر ضلعې یوه ښځه ثوبیه جبین مقدم صوبایې وزیره ګمارل شوې ده.

ثوبیه جبین د د جولايي پر اتمه نېټه د ښځو ترقۍ او حقونو وزارت لپاره سوګند وکړ.

له مشال راډيو سره په خبرو کې دې وویل، چې دا د پنجاب له جهلم سره تعلق لري خو واده یې په دیامیر کې شوی دی، او په ټولنیزو زدکړو کې یې له پنجاب پوهنتونه ماسټري کړې ده.

ثوبیه جبین وايي، په دیامیر سیمه کې د عالمانو اومشرانو یو خاص کردار دی او غواړي چې د دوی په مرسته د ښځو لپاره کار وکړي.

«دا علاقه داسي ده چې د جرګې نظام لري نو زما پوره کوشش دې او امید دې چې زه به د دې علاقې د ښځومسلې هوارې کړم. د دې علاقې عالمانو او مشرانو سره په ګډه به کار کول وي هلته یو تن نیغ په نیغه یو فیصله نشې اخسیتې تر څو د علاقې عالمانو او مشرانو سره په یو ځایې کار اونکړې. نو زه به د هغې مخصوص سوچ د بدلولو کوشش کوم او هیله لرم چې هغې به زما ملګرتیا کوي»

له مشال راډیو سره په خبرو کې ثوبیه جبین وویل چې نه صرف یې د پلار د کورنۍ بلکې د سخرګنۍ تعلق یې هم له سیاست سره دی او هم دغه وجه ده چې سیاست ته یې د راتلو شوق وو او غوښتل یې چې د ګلګت بلتستان او په خاص توګه د دیامیر د ښځو لپاره څه کار وکړي.

«زه به د ښځولپاره په دوو شعبو کې کار کوم او دا دواړه مهمې دې یو تعلیم او بل صحت. تعلیم خو زما په حلقه کې بېخي نشته، شرح یې صفر ده. هلته پرایمري سکولونه نشته صرف یو دې چې پکې د ماشومانو جینکو شمیر د نشت برابر دې. زه پلان لرم چې خپله علاقه کې ښځولپاره د دستکارې سنټر جوړ کوم ، ما دخپلې علاقې سروې هم کړې ده نو پرایمري سکولونه به هم جوړوم او چې کومې ابادې علاقې دې نو هلته به هم په دوه درې ځایونو کې مډل سکولونه جوړوم»

ثوبیه جبین په وینا چې زموږ په ټولنه کې ښځولپاره مشکلات ډیر دي خو بیا هم څه حده پورې بدلون راغلې دې او امید لری چې وړمبې وزیرې په توګه به خپل فرض په صحیح توګه ترسره کوي.

د ذکر ده د تیر جون په میاشته کې په ګلګت بلتستان کې قانون ساز اسمبلې لپارهانتخابات شوې وو چې پکې د دیا میر ضلعې په ځنې علاقو کې د ښځوپه ووټ اچلوو پابندي لګول شوې وه خو د حکومت لخوا کاروایې له وجې او د ځایې ولس تحفظات لرې کولو پس د ښځولپاره مخصوص پولینګ سټېشنې جوړې کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG