د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه فعالان او ماشومان د وسلو لوبو شیانو پر ضد کیمپېن کوي


د ۲۰۱۳ز کال د لوی اختر دویمه ورځ. ماشومان په پلاسټیکي وسلو لوبې کوي. فعالان وايي، جعلي وسلې او لوبتکې ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي.
د ۲۰۱۳ز کال د لوی اختر دویمه ورځ. ماشومان په پلاسټیکي وسلو لوبې کوي. فعالان وايي، جعلي وسلې او لوبتکې ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي.

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

څو ورځې مخکې په سوات کې ځېنو ټولنیزو فعالانو د هغو لوبتکو یا لوبو شیانو پر ضد د ماشومانو یو لاریون وکړ چې د وسلو په شکل جوړې وي. د کرښې پر غاړه خپرونه دا ځل همدې موضوع ته ځانګړې ده.

په افغانستان او د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د ځینو ځایونو انتظامیو او واکدارانو هم پر هغو دوکاندارانو بندیز لګولای دی چې د جعلي یا د ټوکو د وسلو لوبتکې خرڅوي.

په خپرونه کې لومړی مېلمه په جلال اباد کې ټولنیز فعال او انځورګر حمد الله ارباب دی. ده شاوخوا دوه کاله مخکې د همدې وسلو پر ضد د ماشومانو یو کیمپېن پیل کړی وو. دویم مېلمه د سوات ټولنیز فعال عثمان ولسیار دی چې څو ورځې مخکې یې د جعلي وسلو پر ضد یو لاریون کړی وو. درېیم مېلمه په ناروې کې مېشت د افغانانو د ادبي او کلتوري ټولنې مشر نظیف سرشار دی.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

پښتانه فعالان او ماشومان د وسلو لوبو شیانو پر ضد کیمپېن کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG