د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۱۹۶۵ز کال مخکې هند او پاکستان ډېر نېږدې اړیکي لرل


په ډېپلوماټ مجله کې دوو څېړونکو ترېدېوېش سېنګ میني او طاهر جاوېد ملک لیکلي، کله چې هم په جنوبي اسیا کې د پاکستان او هند د اړیکو ښه والي یا د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو زیاتوالي او پراخوالي خبره کېږي نو پوهان، څېړونکي او شنونکي د اروپايي ټولنې، شمالي امریکا او اسیان مثالونه ورکوي.

په ډېپلوماټ مجله کې دوو څېړونکو ترېدېوېش سېنګ میني او طاهر جاوېد ملک لیکلي، کله چې هم په جنوبي اسیا کې د پاکستان او هند د اړیکو ښه والي یا د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو زیاتوالي او پراخوالي خبره کېږي نو پوهان، څېړونکي او شنونکي د اروپايي ټولنې، شمالي امریکا او اسیان مثالونه ورکوي.

دا لیکوالان دریځ لري چې شنونکي اصلاً د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو یو دور چې له ۱۹۴۷ز کاله پیلېږي او تر ۱۹۶۵ز کاله غځېږي، له پامه غورځوي.

په لیکنه کې راغلي، په ۱۹۴۸ او ۱۹۴۹ز کلونو کې د هند و پاکستان تر منځ پراخه سوداګري کېده. هغه مهال د پاکستان شاوخوا ۵۰ فیصده درامدات هندي ول او د هند شاوخوا ۲۰ فیصده درامدات پاکستاني ول.

د جنرال ایوب خان د واکمنۍ پر مهال پاکستان په سوداګرۍ کې هند ته د تر ټولو غوره هېواد حیثیت یا مقام ورکړ. په هغه زمانه کې پاکستانیو بانکونو په هند کې او هندیو بانکونو په پاکستان کې څانګې لرلې.

تر ۱۹۶۵ز کال مخکې، ګڼ هندي سېکان به پاکستان ته زیارت ته ورتلل او پاکستانيو او هنديو لوبغاړو به په دواړو هېوادونو کې لوبې کولې.

د دواړو هېوادونو ولسونو به مېلمنو ته تود ښه راغلاست کاوه او پر دې سربېره چې د هند تر وېش وروسته او د پاکستان له جوړېدو سره د کډوالو تګ راتګ پر مهال لکونه خلک وژل شوي یا ژوبل شوي او یا هم د تېریو ښکار شوي ول، خو خلکو به له یو بل سره نېږدې اړیکي لرل.

بیا په ۱۹۶۵ز کال کې د هند او پاکستان جنګ پیل شو.

لیکوالان وايي، په هغه وخت کې هم د دواړو خواو پوځي افسرانو به دا پوښتنې کولې چې ایا مقابل لوري ته یې هغه افسران جنګېږي چې له دوی سره یو ځای روزل شوي ول یا یې یو ځای سبق ویلای وو!!

د لیکوالانو په اند، د ۱۹۶۵ز کال تر جنګ وروسته په دواړو هېوادونو کې ملتپالنه زیاته شوه. د دواړو هېوادونو اړیکي ساړه شول او بیا د ۱۹۷۱ز کال له جګړې سره خو ډېرې ټیټې سطحې ته ولاړل.

د ډېپلوماټ مجلې په دې لیکنه کې لیکوالان وړاندیز کوي، که هند او پاکستان اړیکي ښه کول غواړي او همکارۍ پراخول غواړي نو نورو مثالونو یا بېلګو ته د کتو پر ځای دې د دواړو هېوادونو تاریخي – بالخصوص تر ۱۹۶۵ز کال مخکې اړیکو ته وګوري.

لیکوالان البته زیاتوي، ښايي د هغه وخت اړیکو حالت ته د رسېدو لار ډېره اوږده وي.

XS
SM
MD
LG