د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۲۸م جولای پس ایدک کډوال نه استول کېږي


پولیټیکل انتظامیه وايي، د سږني کال د مارچ له ۳۱مې نېټې د شمالي وزیرستان سپین وام د درو کلیو په ګډون تر اوسه ۴۲۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي،

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامییه وايي، د میرعلي تحصیل ایدک قبیلې وګړو ستنېدنه به د روانېجولای میاشتې تر ۲۸مې نېټې دوام لري.

د دوی په وینا تر دا مهاله د ایدک قبیلې نژدې ۲۲ سوه کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړل شوې دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ظهیرالدین بابر د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر ته وویل، چې د ایدک قبیلې وګړي دې له خپلو مشرانو سره نوملیکنه وکړي او په وینا یې که هغوی د روانې جولای میاشتې تر ۲۸ نېټې له ستنېدو پاته شول نو به یې نه ستنوي.

د نوموړي په وینا کله چې د ایدک کډوال ستنېدو لپاره خپلې نوملیکنې ژر پوره کړي نو به د شمالي وزیرستان د یوې بلې قبیلې د ستنولو لړۍ پیل کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن له بکاخېل کډوالو پنډغالي څخه «د ایدک قبیلې کډوالو ستنېدو پرمشال راډيو ته وکړې.

د ایدک قبیلې مشران وايي، تر دا مهاله یې د ۳۲۰۰ کورنیو نوملیکنه کړې ده چې خپلې سیمو ته ستنېږي.

د ایدک قبیلې یو کس عبدالقدیر چې تر کوشني اختر دوې ورځې وړاندې ایدک ته تللی وايي، سږ کال یې په خپل کلي کې اختر په دوه چنده زیاتو خوشالو تېر شولو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل، که څه ډېرې ستونزې شته خو د ده په خبره ځايي پولټیکل انتظامیه یې د لرې کولو هڅې کوي. نوموړی زیاتوي چې په کورونو کېد اوبو نظام لا نه دی پرځای شوی او په کور دننه کوهیان وچ شوي دي او بل تعلیمي ادارې هم بندې دي.

XS
SM
MD
LG