د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د څلورو ولایتونو تر منځ د همغږۍ غونډه تر سره شوه


د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ تر سره شوه، د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایت واليانو او امنیتي مسوولینو په کې برخه اخيستې وه.

د افغانستان په ختيځ زون کې د والیانو او امنیتي مسوولینو تر منځ د همغږۍ يوه غونډه تر سره شوه چې په کې د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایت په وړاندې د پرتو امنیتي او اداري ستونزې وڅيړل شوې او حل لارو ته يې تدبيرونه ونیول شول.

دغه غونډه چې د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ تر سره شوه، د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایت واليانو او امنیتي مسوولینو په کې برخه اخيستې وه. تر غوندې وروسته د يادو ولایتونو والیانو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.


د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې رسنيو ته وويل:


(( هغه تهدیدات چې د دې زون په سطحه موږ ته متوجه دي، بلاخصوص د دې څلورو ولایتونوپه سطحه باندې، په هغې باندې وغږيږو، یوله بل سره معلومات شریک کړو، هغه که په نظامي ساحه کې وي او که په ملکي ساحه کې وي، که هغه په ملکي ادارو کې د اطلاحاتو راوستل دي او که هغه په نظامي ساحو کې د تهديداتو په مقابل کې منظم ترتیبات نیول دي، هم له یوه بل سره په نظامي ساحه معلومات شریکول دي او هم يوه بل ته رسيدګي کول دي. نو په همدغه اساس مو جلسه لرله او ګټور بحثونه مو په کې وکړل.))

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په غونډه کې چې کومې ستونزې مطرح شوې، هغه چې د مرکز پورې يې تعلق لرلو، د حل لپاره مو له مرکز نه غوښتنه وکړه او کومې چې د سيمې امنیتي ځواکونو پورې اړه لري، په ګډه به يې د حل لارې چاري لټوي.


(( د یوه ولایت نا امني په بل ولایت باندې تاثیرات لري، هر چاد خپل ولایت په سطحه خپل مشکلات ارایه کړل، په مجموعو کې مو يو پریکړه لیک ولیکه، د اوږدو لارو په نا امنيو مو هم بحث وشو او د حل لارو لپاره مو ځینې وړانديزو نه لرل. کوم څه چې د زون په سطحه د امنیتي ځواکونو پورې مربوط وو، هغه له دوی سره مطرح شول او کوم څه چې د مرکز پورې مربوط وو، هغه د وړانديز په شکل موږ مرکز ته وړاندې کړل.))

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کې وویل، دوی چې څه امکانات په لاس کې لري، له هغو نه په ګټه اخیستنه به د ولس خدمت کوي.


(( زموږ نننۍ ناسته يه دې خاطر وه چې موږ چې څه امکانات په لاس کې لرو، څنګه کولای شوو چې دا په کار واچوو، او اړوندو وزراتونو ته اړوندو مقاماتو ته په توحیدي شکل انتقال کړو او تر څو زموږ ضرورتونه رفع شي او زه دا اطمنان ولس ته ورکوم چې د اوسنيو شرایطو سره سم هغه څه چې زموږ په واک کې دي، موږ به يې د ولس د امن په خاطر په کار اچوو او شپه او ورځ به دا کوشش کوو چې په دې برخه کې بری ومومو.))


د یادولو ده چې د نورستان والي د خرابې هوا له امله وتوانیدو چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.


د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل چې دوی به په هرو دریو میاشتو کې ورته امینيتي غونډې ولري چې په ننګرهار سربیره به په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې جوړيږي، ځو په دې وتوانيږي چې په سيمه کې امینیت تامین او اداري اصلاحات رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG