د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: کامې او کوټ ولسواليو ته سيمه ييز پوليس منظور شول


د ننګرهار د کامې او کوټ ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو د منظورۍ پرانستونکي غونډه د چارشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼې تر سره شوه چې د ننګرهار پر اداري او امنيتي چارواکو سربيره په کې د ولایتي شورا استازو او د یادو ولسواليو قومي مشرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار د کامې او کوټ ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو د منظورۍ پرانستونکي غونډه د چارشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼې تر سره شوه چې د ننګرهار پر اداري او امنيتي چارواکو سربيره په کې د ولایتي شورا استازو او د یادو ولسواليو قومي مشرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار امینه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد په یادو ولسواليو کې د سيمه ييزو پولیسو د منظورۍ په اړه رسنيو ته وويل، سيمه ييزو پوليسو د امنيت په ټیګښت کې مثبت رول لوبولی دی.

(( د کامې او کوټ ولسواليو لپاره د محلي پوليسو هغه تشکیلات چې منظور شوی و، نن مو رسماً افتتاح کړ. ټول ۱۵۰ نفره دي، چې ۱۰۰ نفره يې د کامې او ۵۰ نفره يې د کوټ ولسوالۍ لپاره دي. د کوټ لپاره چې ۵۰ نفر دي، له مخکې څخه ټول تهجزات وسلې او وسایط ورتسليم شوي او په خپلو مناسبو ځایونو کې ځای په ځای دي. له ملي پوليسو سره څنګ په څنګ دنده تر سره کوي، چې د امنیت په ښه والي کې يې ډیره ګټه تر سره کړې ده.))

د ننګرهار ولایتي شورا مرستيا ډاکټر ناصرکاموال یادو ولسواليو په قومي مشرانو غږ وکړ چې داسې ځوانان سيمه ييزو پولیسو ته وروپيژني چې د خپل ولس خدمت په ښه شان سره وکړي.

(( خوشبختانه چې د کامې خلک هم دې ته حاظر دي چې خپل ځوانان دې لیکو ته واستوي او د کوټ ولسوالۍ خلک هم. له دواړو ولسونو نه مې هيله او غوښتنه دا ده چې دوی د سيمه ييزو پولیسو په جذب او انتخاب کې ډير دقیق واوسي. دا پوليس هغه وخت بې نتیجې کيږي او یا ترې ولس ناراضه کيږي، چې یا سياسي شي او یا شخصي شي.))

د يادو ولسواليو قومي شمران د امنیت د ټينګښت لپاره اوسنی تشکل ناکافي ګني او له حکومت نه غوښتنه کوي چې په تشکیلاتو کې دې ورته زیاتوالی راولي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( رحما الله دل اغا د کامې ولسوالۍ د انشکافي شورا رییس یم. دغه اوس چې موږ ته محلي پوليس منظور شوي، دا ۱۰۰ تنه دی خو مخکې ۲۰۰ تنه یاد شوي وو. زموږ غوښتنه له حکومت نه دا ده چې موږ ته د محلي پوليسو تشکيل ۲۰۰ تنه شي، ځکه چې کامه پراخه او پر نفوسه ولسوالي ده. ضرورت دا دی چې باید تهجزات زموږ لاس ته راشي.))

(( محمد حسن مې نوم دی، د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالي یم. زموږ له چارواکو دا غوښتنه ده چې

موږ ته ۱۵۰ تنه محلي پوليس نور هم راکړي. همدغه محلي پوليس دي چې په خپل ملک او خپل کلي کې امنیت راوستی شي.))

د يادولو ده چې کوټ او کامې په ګډون د ننګرهار په ۱۷ ولسواليو کې سيمه ييز پولیس په دندو ګمارل شوي چې د چارواکو په وینا د امنيت په راوستو کې مثبت ثابت شوي دي.

XS
SM
MD
LG