د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځوانان د سولې بهیر کې پراخه ونډه غواړي


په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمې خبرې روانې دي نو افغان ځوانان وايي، که چېرې د دوي رول په کې زيات شي نو کېدای شي چې ځینې ځوانان ټوپک وغورځوي.

افغان ځوانان وايې د جنګ په دواړو ليکو کې دوی تر ټولو ډيرې قربانۍ ورکړې دي نو بايد چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځوانانو ته زیاته برخه ورکړل شي.

دوی زياتوي په داسې حال کې چې د افغانستان راتلونکې به د افغان ځوانانو په لاسونو کې وي نو پکار ده چې د دې هېواد په اړه ټولو پرېکړو کې دوی لويه برخه ولري.

د لغمان ولايت وسيدونکی خالد احمد صافی چې دا مهال په سويټزر لېنډ کې زده کړې کوی وايي بايد چې له طالبانو سره په داسې شرطونو خبرې شي چې له وجې يې د پېغلو او ځوانانو پر ټولنېزو او جمهوري حقونو اغېزه پرېنوځي.

خالد صافی وايي په داسې حال کې چې د افغانستان راتلونکې به د افغان ځوانانو په لاسونو کې وي نو د افغان ځوانانو په نمايندګۍ د ده له ټولو خواؤ غوښتنه ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې ورته نېغ په نېغه رول ورکړل شي.

خو د کابل پوهنتون زده کونکی عطا الله ويسا بيا پر دې عقيده دی چې د سولې خبرې په ابتدايي مرحله کې دي او د ځوانانو موجودګي پکې ډېره مهمه نه ده، البته دی وايي چې د جنګ ټولو خواؤ ته قرباني زياتره ځوانانو ورکړې نو بايد چې د دوی اندېښنو ته سنجیده پاملرنه وشي.

په کوټه کې د ځوانانو فعالېت او پرمختګ په نامه د سازمان مشر رازق فهيم وايي افغان ځوانان د سولې په بهېر کې د ټولنيزو رسنيو، ادبي، علمي غونډو او نورو چوترو «فورمونو» له لارې خپل رول لوبوي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابروي خو بايد چې دوی ته په دغه خبرو کې نېغ په نېغه رول ورکړل شي.

رازق فهيم وايي د نورو انديښنو ترڅنګ افغان ځوانان دا هم انديښنه لري، هسې نه چې په دې تېره څه لږه موده کې شوی سياسي او ټولنيز پرمختګ هم له لاسه ور کړی. د ده په خبره پکار ده چې يو داسې مکېنېزم جوړ کړل شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د دې هېواد ځوانان نيغ په نيغه برخه واخلي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پاکستان په منځګړتوب د سولې مذاکراتو لومړۍ مرحله د جولاۍ په اوومه په مري کې شوې وه. افغان چارواکي وايې چې د طالبانو غوښتنې يې اوريدلي دي او کوشش به کوي چې د مذاکراتو په بل پړاو کې پر جنګ بندۍ خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG