طالبانو رسمي وياند هغه راپورونه رد کړي چې وایي سبا به بیا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دوهم دورخبرې په پاکستان کې وشي.
ټاکل شوې دی چې افغان حکومت اوځينو طالب استازيو ترمنځ به سباله د پاکستان په مري ښارګوټي کې د خبرو اترو دوم پړاو ترسره کیږي.
خو د طالبانو رسمي وياند ذبيح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته په راليږل شوي بيان کې ويلي چې د خبرو ټول صلاحيت د طالبانو سياسي دفتر ته سپارل شوی خو هغوي د روانو خبرو اترو په لړ کې په جريان کې نه دي.
بيان زياتوي چې طالبان د خپل دريځ او کړنلاري له مخي د سياسي مسايلو لپاره خپله مخصوصه څانګه لري.
که څه هم په بيان کې د قطر د دفتر نوم نه دی اخستل شوی البته قطر دفتر د طالبانو د رسمي دفتر حيثيت لري چې مشر ي يې طيب آغا کوي.
په خبرو اترو کې د افغان پلاوي مشر حاجي دين محمد پرون مشال رېډيو ته ويلي وو چې په د جمعه د ورځي په خبرو کې به ددوی موضوع اوربند،د باور فضا رامنځ ته کول او خبرو اترو ته دوام ورکول او دا شان د طالبانو موضوع به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون وي.
د خبرو اترو د لومړي دور وروسته ذبيح الله مجاهد ورته بيان خپور کړی وو چې له هغه کارپوهانو داسي و انګېرله چې ګواکې د خبرو اترو په اړه د طالبانو په لېکو کې اختلاف دی.