د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت او طالبانو خبرې وځنډېدلې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د زيارت په ورځ په يوه بيان کې ويلي، د ملاعمر د مړيني وروسته د رامنځ ته شوي تت حالت له کبله دغه خبري ځنډول شوي دي.

د پاکستان حکومت ويلي، په اسلام اباد کې سبا د جمعې پر ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېدونکې خبرې وځنډول شوې.

بيان زياتوي چې اسلام آباد او نور ملګري هېوادونه هېله لري چې طالبان به د سولې پروسې د جاري ساتلو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

په بيان کې تمه ښودل شوې، هغه قوتونه به پخپلو هڅو کې کامياب نشي چې سولي عمل د ورانولو اراده لري.

اسلام آباد دا بیان له هغه وروسته خپور کړی چې د طالبانو رسمي وياند ذبيح الله مجاهد هم د زيارت په ورځد افغان حکومت او طالب استاذيو ترمنځ په مري ښارګوټي کې له کېدونکو خبرو څخه ناخبري ښکاره کړه.

مشال رېډیو ته په را ليږل شوي بيان کې ذبيح الله مجاهد ويلي، د خبرو اترو ټول صلاحيت د طالبانو د قطر دفتر سره دی خو هغوي په دې عمل کې شامل نه دي.

د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته داسي رپورټونه خپاره شوي وو چې د مذاکراتو په اړه د طالبانو په ليکو کې اختلافات دي.

يوهډله هغه طالبان دي چې د پاکستان تر نفوذ لاندي له افغان حکومت سره خبري پر مخ وړي او بله ډله په قطرکې د سياسي دفتر کې ناست طالب مشران دي.

په تيرو او کېدونکو خبرواترو کې چې د طالبانو کومو استاذو له افغان حکومت سره خبرې کړې وې هغوي د قطر دفتر سره هيڅ تړاو نلري.

XS
SM
MD
LG