د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر سیکان کډوال مرستې غواړي


په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له وجې خوا و شا اته زره سیکان بې کوره کړل شوي دي.

د خېبر اېجنسۍ له باړې تحصیل سره تعلق لرونکي د سیک ټولنې کډوال چې د پېښور پشمول د هېواد په نورو برخو کې هم ژوند کوي، له حکومته ګیله لري چې له دوی سره د نورو کډوالو غوندې هېڅ مرستې نه دي شوې.

د پېښور په بایي جوګه سنګ ګوردواره کې له مشال راډیو سره په خبرو کې د سک ټولنېکډوالو د خپلو مسلو په اړه وویل چې په باړه کې د ناامنۍ له وجې کله چې دوی په کډه شول نو کاروبارونه هم ترې پاتې شول او اوس دومره هم نشي کولی چې خپل بنیادي ضروریات پوره کړي.

میدان سنګ زیاتوي چې اوس خو دومره مشکلات لري چې د شناختي کارډ جوړولو لپاره په ورځو ورځو د نادرا دفترونو چکرې وهي.

«زموږ ځینې خلک دي چې د شناختي کارډونو موده یې ختمه ده او د هغې په جوړیدو کې اوس مسلې راځي نو نه خو دا مسله هواره شوه او نه د راشن اخیستو لپاره د ځای مسله هواره شوه، چا ته یو ځای بدل کړي او چا ته بل، او له دې پرته زموږ د مړیو د اخرني رسوماتو چې کوم پروګرام وي نو شمشاد ګاټ خو زموږ د کډوالو خپل نشته، موږ دلته د ښاریانو شمشاد ګاټ استعمالوو او اټک ته د تلو لپاره مناسب انتظام هم نه وي»

یو بل کډوال سن سنګ په وینا چې له ۲۰۰۹ م کال راهیسي په پېښور کې د کډوالۍ ژوند کوي خو اوس ورته د کور اخراجات برداشت کول ګران شوي دي.

«خپل کاروبارونه خو مو خراب شول او مشکلات دا مخې ته راغلل چې د خپلو بچو د تعلیم اخراجاتو لپاره اوس له ملګرو پیسې اخلو. زموږ دکانونه په باړه کې بند دي، سامانونه پکې ګېر دي، موږ هلته لا تللی نشو. له حکومته غواړو چې له موږ سره هم د نورو خلکو غوندې مدد وکړي»

د ماشومانو تعلیم په اړه د سک ټولنېکډوال وایې چې مناسبه انتظام نشتوالي له وجې او د دوی بې وسۍ له وجې یو شمېر ماشومانو خپل تعلیمونه پرېښودي دي او د پېښور په مختلفو ځایونو کې په کار کولو مجبوره شوي دي.

مخکې خپل تعلیم جاري ساتلو په اړه د سن سنګ زوې جګمیت سنګ وایې چې ورسره حکومت دې د تعلیم په لړ کې کمک اوکړې.

،، موږ پېښور کې خپل تعلیم جاري ساتلې دې خو دلته زما پلار په ډیره ګرانه زما فیس ادا کوي نو زه د حکومت نه دا خاست کوم چې دلته موږ ذده کونکو سره حکومتي امداد اوکړې شي ځکه چې تعلیم سره مینه لرم او زه به مخکې د لسم ټولګي نه پس هم ذده کړې ترلاسه کوم خو د تعلیم اخراجات کې مشکلات لرم،،

د سک ټولنېخیر ښیګړې او حقونو لپاره کارکونکې بابا جی ګرپال سنګ وایې د سک د ټولنېځنې خلک د کډوالو خرچ لپاره خپلو کې پیسې راټولوي او ورله یې کمیټې هم جوړه کړې ده خو اوس دوي هم مجبوره شوې دې او د مرستندویه ادارو نه هیله لري چې سک کډوالو سره کمک اوکړې شي.

،، د کډوالو مدد لپاره موږ داسي پنځویشت کسان پیسې راټولوو او د پنځه دیرش ماشومانو موږ تعلیمي اخراجات برداشت کوو. بیا موږ سره یوه بله کمیټي ده کومه چې دوه څلویښت کورونو ته راشن ورکوي دا ځکه چې د حکومتي خوراکي مواد کې هرڅه نه وي. زموږ کاروبارونه هم اوس هغسي نه دې پاتي نو زه خپله هم دا خاست کوم چې موږ سره دې داسي غیر سرکاري ادارې رابطه اوکړې او په دې لړ کې دې راسره کمک اوکړې،،

د سک ټولنېمسلو په اړه کله چې مشال راډیو د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ایف ډی ایم اې چارواکي عادل ظهور سره رابطه اوکړه نو د هغه وینا وه چې ایف ډی ایم اې وخت په وخت د اقلیتونو د مسلو حل لپاره متعلقه ادارو سره رابطه کې وي.

د ده په وینا باړه تحصیل کې وخت سره سره د بیا بحالې کار هم روان دې.

،، موږ د شناختي کارډونو مسلې لپاره د نادره چاواکې او د نادره ګاړې کډوالو لپاره راغواړو او بیا د پولیټیکل انتظامیې او نور چارواکو په مرسته موږ د دوي د شناختي کارډونو مسلې هوارو. بل د خوراکي توکو چې کومه مسله ده نو هغه خو موږ د کډوالو لس زره کورونو لپاره یو سنټر جوړ کړې دې کوم چې کافي وي او د دې لپاره موږ د امنیت انتظام هم کړې وي . د سک ټولنېدا مسله زموږ نوټس کې نه وه خو اوس به یې مخکې څه انتظام اوکړو،،

د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ایف ډی ایم اې چارواکي عادل ظهور په وینا چې ماشومانو لپاره د سکولونو د بیا بحالې په اړه کا رهم تیزې سره روان دې او د سکولونو د بیا بحالې په لړ کې ورسره د مرستندویه ادارو کمک شامل دې.

XS
SM
MD
LG