د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوروټونل له فرانسې و بریتانیا ته د پناغوښتونکو ننوتو یوه بله سوړه


د فرانسې چارواکو په سېشنبه ویلي چې تر دوو زرو زیاتو پناغوښتونکیو هڅه کړې چې د فرانسې نه د سرنګ له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. د یورو ټنل یو ویاند وايي، دا په تېرو نوي ورځو کې په ناقانونه ډول له فرانسې و بریتانیا ته د پنا غوښتنې په موخه د رسېدو تر ټولو لویه هڅه ده.

دی وايي د دوی ټوله امنیتي عمله چې شمېره یې تر دوو سوو رسېږي او همدارنګه د پولیسو سرتېري د پناغوښتونکیو د مخنیوي په موخه راغوښتل شوي ول. یو ځايي چارواکی وايي ( کالایس ) سیمې ته نږدې سرنګ ته د داخلیدو په سیمه کې شپږ تنه پنا غوښتونکي ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي سل د پاسه دوه زره کسان په شپه کې ساحې ته داخل شول، چې نولس سوه یې زغرده پر شا وتمبول شول او دوه سوه نور یې بیا ګرفتار کړل شول. له تېر جون میاشتې راهیسې اته تنه پنا غوښتونکي برتانیا ته د ټونل له لارې د رسېدو په هڅه کې وژل شوي دي.

د یورو ټنل چارواکي وايي سرنګ ته د خلکو د داخلیدو له وجې پرون تر ډېره لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه. راپورونه وايي د فرانسې په شمالي بندر کې څه ناڅه پنځه زره پنا غوښتونکیو اړولې او هڅه کوي، په هغو ټرکونو کې ځانونه پټ کړي چې په اورګاډو یا سمندري بېړیو کې برتانیا ته لېږدول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG