د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سپريم کورټ دي د پښتنو کچه ابادۍ د ويجاړولو مخه ونيسي."


د ورانو شوو کورونو ماشومان ژاړي
د ورانو شوو کورونو ماشومان ژاړي

عوامي ورکرز پارټي وايي حکومت دي اول د خلو لپاره بل ځای کې د اوسيدو بندوبست وکړي بيا دي يې کورونه ورانوي. کچه ابادۍ کې د يو شمېر افغان کډوالو ترڅنګ په ګڼ شمېر کې د باجوړ، مومندو او ځينو نورو سيمو کډوالو دېره دي. خلک احتجاج کوي او له حکومته غواړي چې د کورونو ويجاړول دي ودروي.

عوامي ورکرز پارټۍ اسلام اباد کې د پښتنو د کچه ابادۍ د کورونو د نړولو پر ضد د حکومت خلاف په سپريم کورټ کې درخواشت جمع کړی دی. په درخواست کې غوښتنه شوې ده چې د مومندو، باجوړو او نورو سيمو دي خلکو کورونو ورانول دي زر تر زره ودرول شي.

چارواکي وايي چې دا کورونه غيرقانوني دي ځکه يې ورانوي. د عوامي ورکرز ګوند مشر فانوس ګجر نن مشال ريډيو ته وويل: ((موږ نه وايو چې دا زمکه د دي پښتنو ده. موږ له حکومته غواړو چې دي خلکو ته دي لومړی د اسلام اباد په ليري پرتو سيمو کې د سرپنا غم وکړي بيا دي يې کورونه وران کړي.))

زوی يې راله بيولی دی. زړه مې ورسره رپيږي. زه دلته پر سړک ناسته يم د کور د سامان سره. پوليسو ته وايم چې موږ ايسته مړه کړئ. ولې مو نه وژنئ

ياده دي وي چې د چارواکو په وينا تر پرونه پورې د اسلام اباد په آيي الېون سیکټر کې د ښار انتظامیې د پولیس او درنې مشینرۍ په زور د پښتنو څلور سوه کورونه وران کړي دي او وايي چې دا کار به تر هغې جاري وي چې ټول کورنه يې ختم کړي نه وي.

پرون چارواکو وويل چې تر اوسه پورې يې د اسلام اباد په آيي الېون سیکټر کې د ښار انتظامیې د پولیس او درنې مشینرۍ په زور د پښتنو څلور سوه کورونه وران کړي دي او وايي چې دا کار به تر هغې جاري وي چې ټول کورنه يې ختم کړي نه وي. په همدې حال کې يې د احتجاج کوونکو متاثره خلکو پرضد يې د ترهه ګرۍ مخنیوي تر قانون لاندې مقدمې هم درج کړې دي.

د اسلام اباد انتظاميې يو چارواکي ملک اظهر خورشيد نن مشال ريډيو ته وويل چې څلويښت فیصده سيمه يې پاکه کړي او باقي پاتې ځايونه به هم ړنګ او له کډوالو پاک کړي. نوموړي وويل چې اول يې ځايي خلکو سره خبرې کړي وي او هغوی یې پوه کړي وو چې کورونه يې غيرقانوني دي.

بې کوره کړل شوې ښځې
بې کوره کړل شوې ښځې

د يادونې ده چې له قبایلي سیمو تر لسو لکو ډېر خلک بې کوره شوي دي چې ځینې يې بیا د خربې امینتي وضعې له کبله لویو ښارونو ته کډه شوي دي. د ۱۹۸۵ م راهیسې د اسلام اباد په آيي الیون سیکټر کې د پښتنو د بیلا بیلو سیمو خواؤشا زر کورنۍ اوسيدلي.

د مومندو يوه ښځه چې له ديرشو کلونو راهيسې اسلام اباد کچه ابادۍ کې اوسيږيو، پر سړک ناسته وه. هغې چې زوی يې پوليسو بيولی او کور يې ورله وران کړی دی، مشال ريډيو ته وويل: ((زوی يې راله بيولی دی. زړه مې ورسره رپيږي. زه دلته پر سړک ناسته يم د کور د سامان سره. پوليسو ته وايم چې موږ ايسته مړه کړئ. ولې مو نه وژنئ!.))

د دې خلکو د ستونځو هوارولو او حقونو ګټلو لپاره پښتون ملت پاله ګوندونو تراوسه څه کردار لوبولې دی؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینټر عثمان کاکړ وايي پښتانه ووټونه تحریک انصاف ،مسلم لیګ او جمیعت علماء اسلام له ورکوي او د حقونو د خوندي کولو غوښتنه له ملت پالو کوي. نوموړې زیاتوې د اسلام اباد د کچه کورونو په معامله کې متعلقه ادارو ظلم کړیدې.

د عوامي نیشنل ګوند یو مرکزي مشر او سینټر افراسیاب خټک وايي چې په دې معامله د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوي له وړاندې د انتظامیې سره لیده کاته کړي وو او اوس به هم د پارلیمان دننه او بهر ددغه ظلم پر ضد خپلې مبارزې له دوام ورکوي . نوموړې زیاتوي چې د زیارت په ورځ پولسو د کورونو د ړنګولو پر ضد په احتجاج کولو د اسلام اباد د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلې قاسم کاکړ هم نیولې دی.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال علي ارقم وايي ـــ اګر چې ملت پالو ګوندونو د پښتنو د حقونو خوندي کولو لپاره اواز اوچت کړي خو د ګوندونو د مشرانو په کچه داسې عملي کارونه نه دي شوي د کوم چې ترې اولس طمعه لري.

د دي کورونو د ويجاړولو او د متاثره خلکو خبرې دلته اوريدلی شئ

"هېڅ سرپناه نه لرو او پر سړکونو شپې تېرو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

XS
SM
MD
LG