د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نارجسټر افغان کډوالو نوملیکنه د اګست له ۲۵ مې پیلېږي


د يادونې ده چې دا مهال په پاکستان د ١٥ لکو څخه زيات رجسټرډ کډوال ژوند کوي او دې کډوالو ته ورکړې شوي پي او ار کارډونو موده به د روان کال تر اخره پايي ته رسي.

په اسلام اباد کی د افغانستان سفارتخانی چارواکي وایی چی په پاکستان کی مېشت غیر رجسټر‌ډ کډوالو رجسټریشن به د روانی میاشتی د ۲۵ نیټی نه شروع کیږي او دی لړ کی یی تیاریانی سر ته رسیدونکی دي،

مشال ریډیو سره خبرو کی د افغانستان سفارتخانی یو چارواي ذبیح الله وویل چی په پاکستان کی مېشت د غیر رجسټرډ کډوالو رجسټریشن د تیری میاشتی د ۲۵ نیټی نه شروع کیدونکی و خو د څه وجوهاتو په وجه دغه رجسټریشن شروع نکړی شو خو دواړو حکومتونه اراده لري چی د روانی میاشتی نه به دا رجسټریشن شروع کوي،

د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د ملګري ملتونو دكډوالو لپاره هائي كمشنر انتونيو ګټرز چی د روان کال په جون میاشتی کی د اسلام اباد په سفر و سره ګډی خبري غنډی ته وولی و چې په پاکستان کې ميشت د غير راجستر کډوالو رجسټريشن به د جولائي د ٢٥ نيټې شروع کوي کوم چې به د روان کال تراخره سر ته ورسولې شي،

مشال ریډیو چی کله په پاکستان کی د ملګري ملتونو د کډوالو اداری یو این ایچ سي ار ویاندی دنیا اسلم خان نه تپوس وکړو چی هغه کوم وجوهات و چی لوجی دا رجسټریشن شروع نکړی شو نو په جواب کی نوموړی وایی چی دا ډیر لوی پروګرام دی او دواړه حکومتونه غواړي چی پورا تیاري ورته وکړي یو این ایچ سي ار خو نیغ په نیغه دی پروګرام کی ککړ نه دی خو زموږ د معلوماتو ترمخه چی پاکستان حکومت غواړي چی دا رجسټریشن شروع کړي خو د څه تکنیکي ستونرو لوجی امکان لري چی دا رجسټریشن ایسار کړی شوی وي،

په سيفران وزارت کې د افغان کډوالو چيف کمشنر ډاکټر عمران ذيب مشال ریډیو ته وویل چې کله پاکستان حکومت د دې غير راجستر کډوالو رجسټريشن مکمل کړي نو بيا به افغانستان حکومت ته خواست کوي چې دې نوي راجستر شوي کډوالو ته پاسپورټونه او سفري دستاويزات ورکړي او په دغه اسنادونو به بيا دوي ته ويزې ورکړې کيږي،

د يادونې ده چې دا مهال په پاکستان د ١٥ لکو څخه زيات رجسټرډ کډوال ژوند کوي او دې کډوالو ته ورکړې شوي پي او ار کارډونو موده به د روان کال تر اخره پايي ته رسي.

XS
SM
MD
LG