د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښرنې په ښار کې ۶۴ نوي سوداګریز مارکیټونه جوړیږي


د پکتیکا د ښاروالی چارواکي وايي، چې د ښار د پراخیتا او په یاد ولایت کې د سوداګریزې پرمختیا له پاره به په نږدې راتلونکې کې د ۶۴ سوداګریزو مارکیټونو له پاره ځمکې وویشي.

د پکتیکا د ښاروالی چارواکي وايي، چې د ښار د پراخیتا او په یاد ولایت کې د سوداګریزې پرمختیا له پاره به په نږدې راتلونکې کې د ۶۴ سوداګریزو مارکیټونو له پاره ځمکې وویشي.

دوی وايي، چې د ښرنې ښار په پیل کې کوچنی جوړ شوی او اوسمهال دا اړتیا پیدا شوې، چې باید ښار د اوسني حالته لوی شي او د ښار سړکونه، کوڅې او جادې هم معیاري شي.

د پکتیکا ښاروال سیدعبیدالله سعادت د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د ښرنې ښار نوی دی او په پیل کې د لږ شمېر خلکو له پاره طرح او پلان شوی وو، خو دښار د انکشاف اړتیاوو ته په کتو یاده اداره په پام کې لري، چې نوي سوداګریز مارکیټونه سوداګرو ته وویشي او د ښار نور مهم کارونه به ښاروالي ترسره کوي.

ده وویل، په یاد ولایت کې تر یو میلیونو ډېر خلک ژوند کوي او د جغرافیې له اړخه پکتیکا پراخه سیمه ده، نو اړتیا ده، چې په دې ځای کې سوداګریز مارکیټونه، نوې جادې، څلور لاري او په ښار کې نوي تفریحي پارکونه پلان او جوړ شي، تر څو ښرنه د اوسني وخت غوښتنو ته په کتو د یو منظم او مکمل ښار بڼه غوره کړي:

((موږ به انشاالله په نږدې راتلونکې کې ۶۴ تجارتي مارکیټونو له پاره ځمکې تقسیموو، په خلکو غږ کوو، هغه څوک چې غواړي په ښار کې سوداګریز مارکیټ ولري او شرایط يې پوره کړي وي، نو خپل غوښتنلیکونه دې ښاروالۍ ته وسپاري.

همدارنګه هغه خلکو ته چې د ښار د پراختیا مخه نیسي، په مرکز کې بې ځایه شکایتونه کوي وایم چې دا ولایت په څلورو پنځو کسانو پسې محدود نه دی د تخریب پر ځای دې په تعمیر او جوړونه کې نظام سره مرسته وکړي.))

پکتیکا ښاروال زیاتوي، چې ښاروالي هم د ښار د ځنو نویو جادو، سړکونو، څلور لارو، ګلدانونو او تفریحي پارکونو د جوړولو پلان لري، چې په عملي کولو سره به يې شرنه په بشپړ ډول یو نوی او مجهز ښار شي.

بلخوا د پکتیکا د مدني ټولنو غړي هم د شرنې د ښار د پراخیتا اړتیا یادوي او وايي، چې په اوسني ښار کې د خلکو اړتیاوې او ضرورتونه نه پوره کیږي.

مدني فعال محمدالله همتیار وايي، که چیرې د شرنې ښار کې د متوازن انکشاف له پاره لارې خلاصې شي، نو بیلابیل کاروباریان به د خپلو صنفونو له پاره مارکیټونه، ودانۍ او سرایونه داسې نقشه کړي، چې کار وبار به يې په کې تر پخوا ډېره پرمختیا وکړي.

همتیار هم له سوداګرو او د دې ټولنې د نورو تاثیر لرونکو افرادو وغوښتل، چې د ستونزو د جوړولو پر ځای د ښار د پرمختګ له پاره دې یو بل ته لاس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د پکتیکا د ښاروالۍ له خوا د مرکز ښرنې بازار په یو شمېر برخو کې تجارتي مارکیټونه خلکو ته ویشل شوي دي، چې د کارونو په بشپړیدو او جوړیدو سره به یې د مرکز ښرنې ښار نسبتاً پراخ شي او یو شمېر نویو خلکو ته به هم په کې د کاروبار او تجارت زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG