د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پلاوي پاکستان ته سفر ځي


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمینځه د سولې خبرو لومړی پړاو د تیرې میاشتې په اوومه (۷) نېټه له اسلام اباد سره نزدې په مري کې تر سره شوی و،

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ کی به یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي او پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان پرامنیت او طالبانو سره مذاکراتو په اړه خبرې کوي.

په اسلام اباد کی د افغانستان سفارتخانې یو چارواکي برکت الله رحمتي مشال ریډیو ته وویل چې دغه پلاوی به سبا د پنجشنبې پر ورځ اسلام اباد ته ځي او له پاکستانيو چارواکو سره به ملاقاتونه کوي.

په اسلام اباد کی د افغان سفارتخانې ځینو سرچینو مشال ریډیو ته وویل چې پلاوی به له پاکستانيو چارواکو سره د سولې پیل شوی بهیر او د افغانستان د امنیت علاوه په نورو مهمو معاملاتو خبرې اترې کوي.

د افغانستان دا پلاوی په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې دوشنبه «ګلورځ»د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل کی خبریالانو ته ویلي ول چی د پاکستان له خاورې د افغان حکومت پرضد د جګړې اعلان له افغانستان سره د څرګندې دښمنۍ په مانا دی او پاکستان په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان سره عملي همکاري نه ده کړې.

سیمه ایزو چارو کارپوه او خبریال هارون رشید وایی چی په موجوده وخت کی د افغانستان د پلاوي د پاکستان سفر ډیراهمیت لري او دواړه غاړی به دا کوښښ کوي چی د دی مسلو څه حل راوباسي خو زه ګڼم چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې خصوصا په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې چې د ترهګرۍ په پیښو کې کوم زیاتوالی راغلی دی نو د دواړو ملکونو ترمینځه د تعلقاتو خرابیدو غټه وجه هم دغه ده او طالبانو دا حملی ځکه زیاتې کړې دي چی خپل هغه جګړه مار چې د مذاکراتو پر ضد دي ته دا باور ورکړي چی د خبرو اترو په پروسه کې څه پرمختګ نه دی شوی.

یاده دی وي چی د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمینځه د سولې خبرو لومړی پړاو د تیرې میاشتې په اوومه (۷) نېټه له اسلام اباد سره نزدې په مري کې تر سره شوی و،

دا دی هم یاده وي چی د تیر اتوار په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره ټیلی فوني خبری کړی وی او دواړه چارواکو خپلمینځي تعلقاتو او د سیمی د سیکیورټۍ صورتحال نه علاوه د افغانستان په امنیت او طالبانو سره مذاکراتو کی د پاکستان د کردار پحقله هم خبری کړی وی.

XS
SM
MD
LG