د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال حمیدګل مړشو ، ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې


جنرال حمیدګل
جنرال حمیدګل

د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پخوانى مشر حميدګل تېره شپه د مغزي سکتې له کبله مړ شو. دغه متقاعد جنرال تر مغزي خونريزۍ وروسته له اسلام اباده بهر يوه روغتون ته انتقال شو، خو ډاکټران يې په ژغورلو بريالي نه شول.

حميدګل ته د پاکستان د هغې ستراتيژۍ د پلار په سترګه کتل کېږل چې له مخې يې د هند او افغانستان په ګډون په ګاونډيو هېوادونو کې د سخت وسلوالو په مرسته له نيابتي جګړې په استفادې خپل نفوذ وساتي.

حميدګل چې له ١٩٨٧ تر ١٩٨٩م کلونو پورې د ISI مشر و، د ٩٠يمې ميلادي لسيزې په لومړيو کې د وسلوالو طالبانو په ايجاد کې کليدي نقش درلود.

دى د تقاعد پر مهال هم يو جنجالي شخصيت و. د امريکا متحده ايالاتو پر ده تور لګاوه، چې په پاکستان کې له سخت دريځو وسلوالو ډلو سره اړيکې لري.

حميدګل چې د امريکا سخت مخالف و، دغه تورونه ردول.

پښتون ملت پال سیاسي شخصیت عبدالطیف افریدی وايي جنرال حمیدګل مذهبي جنوني سړی و ، نوموړي زیاته کړه :

« دی چې کله د ايي ایس ايي مشر شو نو ټوله هڅه یې دا وه چې خپل مرتجع او پسمانده فکر چې ده ورته تش په نامه د اسلام جامه ور اغوستله ، عملي کړي ، چې ورکې د طالبانو جوړول ، د هغوی مظبوطول او د افغانانو پرضد یې استعمالول شامل وو. »

د عبدالطیف اپریدي سره د شاهین بونیري بشپړه مرکه په غږ کې واورئ

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي مشال راډیو ته وویل د جنرال حمیدګل مړینې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پرېښودلې. نوموړي زیاته کړه :

« ده چې کوم کارونه په پاکستان او خاص کر په افغانستان کې وکړل ، د هغې په تناظر کې پکار وه چې د ده پوځي محاکمه ( کورټ مارشل ) شوی وای. دی خو مړ شو او د هرڅه نه بچ لاړو ، د نوموړي د مرګ سره په افغانستان کې د وینو د بهولو لړۍ ختمه شوه. »

د ډاکټر محمد تقي سره د بشیر ګواښ بشپړه مرکه دلته واورئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د یادولو ده چې جنرال حمیدګل به په ښکاره په افغانستان کې د جنګېدونکوطالب وسله والو ملاتړ کاوه. که له يوې خوا د تحريک انصاف مشر، عمران خان په شان ځينو سياستوالو د هغه پر مرګ خفګان ښودلی نو له بلې خوا افغانان او ځيني څيړونکي وايي په تېرو څو لسيزو کې د هغه د منفي کردار له وجې افغانانو او پاکستانيانو ډېر مرګوني تکليفونه ليدلي دي.

XS
SM
MD
LG