د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیس بک د مینې خورولو لپاره بهترینه وسیله


فیس بک
فیس بک

پښتانه ښکنځل نه خوښوي او نه یې هم په اسانه چاته کوي ، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو لکه درواخلئ فیس بک کې داسې ویډیوګانې خپریږي چې ورکې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو یو شمیر پښتانه یو بل ته له ویډیو د لارې بد رد وايي او ښکنځل کوي.

د ځوانانو ترمنځ دا ډول منفي رقابتونه او « تاویلي ـ ما ویلي » کرکې ته څومره لمن وهي، دوی ته یې څومره تاوان او د ښمن ته څومره ګټه رسیږي ؟ په دې موضوع د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند دا اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې له کابله ځوان فعال عزیز امین احمدزی او له پېښوره د عوامي نیشنل ګوند د ځوانانو څانګې مسول محسن داوړ غږولي دي. خپرونه دلته اوریدلی شئ :

خوانان او فیس بک
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG