د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغر ګوادر لار له پښتنو سیمو نه تېرېږي؟


د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د کاشغر ګوادر اقتصادي لار په اړه یو ځل بیا بحثونه پیل شوي دي. په دې لړ کې د پښتنو ملتپاله او نورو ګوندونو او ټولنو څو ورځې مخکې هم یوه غونډه وکړه چې پکې یې د پاکستان پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې دوی دې د اقتصادي لار په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

دوی په غونډه کې وویل، پر غربي لار دې کار پیل شي او د پاکستان وفاقي حکومت دې له پښتنو د هغوی حقونه نه اخلي. په نننۍ خپرونه کې به واورئ چې ایا د پاکستان وفاقي حکومت به خپلې ژمنې پوره کړي او که نه؟ که یې نه پوره کوي نو له ملتپاله ګوندونو او ټولنو سره څه لارې دي؟ دوی به په عملي ډول څه کوي او د څه کولو واک لري؟

پر دې موضوع درې مېلمانه راسره دي. اول د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود دی، ده د کاشغر ګوادر اقتصادي لار په اړه له لومړۍ ورځې هلې ځلې پیل کړې دي او د لیکنو، سیمینارونو، احتجاجونو او غونډو له لارې غواړي خپلې موخې تر لاسه کړي.

دویم مېلمه د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین دی چې په بیا بیا یې د اقتصادي لار بدلولو پر ضد د سیاسي مبارزې ګواښ کړی.

درېیم مېلمه راسره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ دی چې په سېنېټ د دې لار په اړه د کمېټۍ غړی دی.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کاشغر ګوادر لار له پښتنو سیمو نه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG