د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د اسلام اباد پښتنو خامو کورونو ړنګول د ایین سرغړونه وه؟


یوه پولیسه دوه پښتنې ښځې له خپلو کورونو په زور بیايي
یوه پولیسه دوه پښتنې ښځې له خپلو کورونو په زور بیايي

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت په وینا د پلازمېنې پرمختیايي ادارې سي ډي اې په اسلام اباد کې د ای ۱۱ په نوم د سېکټور هغه خامه یا کچه ابادي ړنګه کړه چې پکې زرګونه پښتانه اوسېدل.

دې خلکو ته حکومت دوه ورځې وخت ورکړ چې کورونه دې پرېږدي او بیا وروسته ورغلل او د خلکو کورونه یې ړنګ کړل. پر دې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د هغې سیمې ګڼ اوسېدونکي ژوبل شول او ځېنې پولیسو ونیول او بیا یې ورباندې د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې درج کړې.

د اسلام اباد له خامو کورونو سره یو سپینږیری پښتون د کور پرېښودو په انتظار دی.
د اسلام اباد له خامو کورونو سره یو سپینږیری پښتون د کور پرېښودو په انتظار دی.

پوښتنه دا ده چې د اسلام اباد پښتونمېشته خامې یا کچه ابادۍ ړنګول څه مانا لري؟ د پاکستان عوامي ورکرز ګوند د دې کار پر ضد ولې احتجاجونه کوي او نور څه اقدامات یې کوي؟ د کچه ابادۍ ړنګولو پر مهال پر ځېنو فعالانو د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې ولې درجې کړل شوې؟ عیني شاهدان څه وايي؟ د اسلام اباد پرمختیا اداره یا سي ډي اې څه دریځ لري؟ په قانوني او اییني لحاظ د انتظامیې له خوا د کورونو ړنګول څه مانا لري؟ او ایا دا قانوني کار وو او که نه؟ د بشري حقونو کمېسیون څه فکر لري؟ دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړلې دي.

په خپرونه کې د عوامي ورکرز ګوند غړی حسن توری چې د کورونو ړنګولو بهیر عیني شاهد هم دی او د ترهګرۍ مخنیوي مادې تر مخه زنداني شوی هم وو، د عوامي ورکرز ګوند بله غړې او فعاله عصمت شاهجهان، د بشري حقونو کمېسیون مشره زهره یوسف او د ځپل شویو وکیل عمر ګېلاني مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د اسلام اباد پښتونمېشته خامې ابادۍ ړنګول څه مانا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG