د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې د دوی لوري ته د توغندیو د توغول کیدو پېښه کې د دوی امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې یو چارواکي د نوم بټ ساتلو په شرط د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، سهار وختي د افغانستان له خاورې د خیبر ایجنسۍ په غرئیزې سیمې تیرا توغندي لګیدلي چې په پایله کې یې د پوځ یوه پوسته نخښه شوې او په ترڅ کې یې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د دغې حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې. د افغانستان حکومتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
په دې وروستو کې پاکستاني پوځ افغان پولې ته نږدې د خیبر ایجنسې د لرې پرتې سیمې تیرا په ځينو برخو کې د وسلوالو پرضد د « خیبر ټو » په نامه عملیات پيل کړي دي.
پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې د امریکا ملګری دی، خو پرې نیوکې هم کیږي چې د ځینو وسلوالو ډلو حمایت کوي او د افغانستان پرضد یې جنګیدو ته هڅوي.
په خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام په ګډون یو شمیر وسله والې ډلې فعالې دي، چې وخت په وخت د حکومتي ځواکونو پرضد بریدونه کوي.