د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوه پاکستاني پوځيان او شپږ طالبان وژل شوي


د پاکستان پوځ او مسود طالبان يو بل ته د يوې تازه نښتې وروسته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوې کوي. پوځ وايي د دوی دوه افسران وژل شوي او شپږ طالبان يې له منځه وړي خو طالبان وايي دوی پوځ ته ډېر زيان اړولی دی.

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې د يو ليفټیننټ کرنل تر څنګ يو پوځي سرتيری وژل شوی دی. د پوځ د عامه اړيکو دفتر، ISPR پرون خبريالانو ته ليږلې پيغام کې ويلي چې د شوال په پرونۍ دې نښته کې يې شپږ طالبان هم وژلي دي.

د خان سيد سجنا په مشرۍ د مسود طالبانو وياند اعظم طارق بيا له نامعلوم ځای څخه د ټيليفون له لارې پرون مشال ريډيو ته وويل چې د دوی يوازې يو کس وژل شوی دی. هغه دعوه وکړه چې د پوځيانو لس ګاډي يې له منځه وړي او پنځوس سرتيري يې وژلي دي خو پوځ دا خبره نه مني.

د ليفټينننټ کرنا فیصل ملک او سپاهي زوهيب جنازه
د ليفټينننټ کرنا فیصل ملک او سپاهي زوهيب جنازه

د پوځ د عامه اړيکو دفتر، ISPR پر خپل ويب سايټ پرونۍ نښته کې د وژل شوې ليفټيننټ کرنل فیصل ملک د جنازې تصوير جارې کړی دی.

د خفيه ادارو چارواکو مشال ريډيو ته ويلي چې دا جګړه پرون هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو پر پوځ بريد وکړ. د دوی په خبره د يوې اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په شمالي وزيرستان کې په دومره لويه کچه نښته کيږي. ياده دي وي چې پوځ لنډه موده وړاندې اعلان وکړ چې په د هوايي بمباريوو وروسته يې په شوال کې زمکني پوځي عمليات پېل کړي دي.

د پاکستان پوځ ويلي چې دوی د راه نجات او وروسته د ضرب عضب عملياتو له لارې د جنوبي او شمالي وزيرستان ډېرې سيمې له وسله والو پاکې کړي دي. د دوی په خبره اوس په هغو وسله والو پسې ګرځي چې ډيورنډ کرښې سره نيزدي ليري پرتو سيمو کې پټ دي.

تېره هفته د پاکستان پوځ په دي وروستيوو کې د شوو نورو هوايي بمباريوو په شان په شوال کې په د جنګي جازونو په حملو کې د څلويښتو وسله والو د وژنې خبر ورکړی وو. خو ځايي خلکو مشال ريډيو ته ويلي وو چې دغه بريدونو کې درې کورونه په نښه شوې او د ښځو په شمول پکې ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي دی.

XS
SM
MD
LG