د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف په دوه ورځني سفر قازاقستان ته روان شوی


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن (سېشنبه) سهار له اسلام آباده د يو لوړ پوړي پلاوي په ملتيا د قازاقستان پلازمينې آستانې ته روان شو.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن (سېشنبه) سهار له اسلام آباده د يو لوړ پوړي پلاوي په ملتيا د قازاقستان پلازمينې آستانې ته روان شو.

د نوموړي د سفر هدف د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره د پاکستان اړيکو ته وده ورکول ده.

نواز شريف به د خپل سفر پر مهال د قازقستان له ولسمشر نور سلطان نذربايوف، کریم وزيراعم میسیموف او يو شمېر نورو چارواکيو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ پر خپلمنځي اړيکيو سربېره، پر سيمه ييزو موضوعاتو هم خبرې وکړي او يو لړ دوه اړخيز تفاهم ليکونه به هم لاسليک کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي و چې نواز شريف قازقستان ته دا سفر د دې هېواد د ولسمشر په ځانګړې بلنه ترسره کوي.

د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر شنونکي په دې وروستيو کې د پاکستان او د منځنۍ آسيا د هيوادونو ترمنځ د مخ پر ودې سياسي او اقتصادي اړيکيو هرکلى کوي، خو د دې ترڅنګ وايي چې د اقتصادي اړيکيو د پراختيا لپاره ضروري ده چې په سيمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله او ثبات وي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو شنونکي نظيف خان له مشال راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل چې دا سفر به پاکستان ته موقعې په لاس ورکړي تر څو د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره خپلو اړيکو ته له سره کتنه وکړي.

((د نواز شريف په سفر سره د منځنۍ آسيا د ملکونو لپاره په دې نويو تحولاتو کې يوه ډېره ښه خوښه راغلې ده چې دلته به تجارت ازاد وي.

موږ دا ګڼو چې د دغه سيمې او منځنۍ آسيا لپاره د تجارت کار هله سميږي چې پاکستان په ځانګړې توګه له افغانستان سره خپلې تعلقات سم کړي، په دې نظر ثاني وکړي او د نوي سر نه يې د ښه تعلق او د امن په بنيادي باندې استوار کړي، ځکه چې د ترقۍ لپاره لومړى شرط امن دى او امن ډېر ضروري دى.))

د نظيف خان په خبره، په ٢٠١٣م کال کې په پاکستان کې د نواز شريف په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سرهدوی په دې توانېدلي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي اړيکي پياوړې کړي، خو نوموړی د دې ترڅنګ ټينګار کوي چې نواز شريف بايد له ګاونډيو هېوادونو سره هم سياسي او اقتصادي اړيکي پراخې او رامنځته شوې بې باورۍ د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په نږدې تېره موده کې د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي او له چارواکيو سره د اقتصادي اړيکيو پر پراختيا غږېدلى او ځينې تفاهم ليکونه يې هم لاسليک کړي دي.

راپور: ذبيح الله شفق

XS
SM
MD
LG