د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې پښتنو او بلوڅو ته په یوه سترګه وګوري"


عثمان کاکړ د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر سره خبرې کوي
عثمان کاکړ د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر سره خبرې کوي

د بلوچستان صوبې پښتانه سیاستوالو د بلوڅو د بېلتون غوښتونکي مشر برهمداغ بګټي د خبرو اترو لپاره هوکړه ښه کار بللی، او زیاتوي، له دې سره به نه يوازې بلوڅ بلکې پښتانه هم د سوکالۍ او خوشالۍ ژوند تېر کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او سینيټر عثمان خان کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که د پاکستان واکمنو دا اعلان کړی، چې په بلوچستان کې نور بدامنۍ ته پای ټکی ږدي، نو هغوي به خامخا پښتنو او بلوڅو ته په يوه سترګه ګوري، ځکه چې دا دواړه برابر وروڼه قامونه دي. کاکړ زیاتوي، داسې کله هم بلوچستان پرامنه کېدای نشي، چې يو له موره او بل له ميرې کړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يوه مشر برهمداغ بګټي له بي بي سي راډيو سره په مرکه کې د پاکستان له حکومت سره خبرو ته امادګي څرګنده کړې او په لومړي ځل يې ویلي، چې که بلوڅ ولس وغواړي، نو د بلوچستان د آزادۍ تر ايجنډا هم تېرېدای شي. په دغه صوبه کې مېشت پښتانه سیاستوالو د برهمداغ دا خبرې د صوبې او سیمې لپاره ګټورې بللې دي. د پاکستان په سینيټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینيټر او د ياد ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي، پښتانه خپله هم له سیاسي او جمهوري لارې د خپلو حقونو لپاره هلې ځلې کوي، او د نورو قامونو لپاره هم ورته فکر کوي.

په کوټه کې مېشت د يوه بل پښتانه ملتپال عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزی هم د عثمان کاکړ په څېر نظر لري، او زیاتوي، په هر ځای کې امن راځي نو ګټه يې يواځې يوه قام ته نه، بلکې شاوخوا قامونه ته هم رسېږي.

د برهمداغ بګټي دا خبرې په داسې وخت کې راځي، چې همدلته په بلوچستان کې د حکومت له خوا د پرامن بلوچستان په نامه د يوه پېکيج اعلان شوی، چې په ترڅ کې به يې له ټولو ناراضه بلوڅو سره خبرې کېږي او د صوبې ستونزې به هوارېږي. خو سینيټر عثمان خان کاکړ وايي، بلوچستان پرامنه کول به هله ممکن وي، چې پښتنو او بلوڅو دواړو ته په يوه سترګه وکتل شي.

بايد وویل شي، چې برهمداغ بګټی د وژل شوي بلوڅ ملتپال او پخواني ګورنر نواب اکبرخان بګټي لمسی دی، چې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته يې پاکستان پرې ايښی او د پاکستاني ریاست پر ضد يې وسله واله مبارزه پېل کړې.

XS
SM
MD
LG