د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او هند نښتو کې يوولس کسان وژل شوي


يو هندي پوله ساتونکی پوځي
يو هندي پوله ساتونکی پوځي

پاکستان او هندوستان پر پوله بيا ډزې تبادله کړي دي. دواړو غاړو ته خوا او شا يوولس کسان وژل شوي او اوه څلويښت نور زخميان شوي دي. د چارواکو په خبره د نښتو قربانيان ټول ولسي وګړي دي. دواړه خواوې پر يو بل د ډزو د پيلولو تور لګوي

پاکستان او هندوستان يو ځل بيا پر پوله د يو بل خلاف د سپکو او درنو وسلو استعمال کړی او په ډزو کې يې يو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادارې ISPR وايي چې د هند په ډزو کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون يوه خبرپاڼه کې وويل چې د جمعې په شپه د هندوستاني پوځيانو په ډزو کې اوه څلويښت ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي چې پکې د لسو حالت ښه نه دی. د دې وزارت په خبره اسلام اباد کې د هند سفير يې ورغوښتی او پر دې مسله يې ورته احتجاج کړی دی.

هندي مطبوعاتو بيا د هندوستاني چارواکو له خولې ويلي دي چې د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې دري اولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم په ۲۰۰۳م کې هندوستان او پاکستان په ګډه پوله په ډزبندۍ راضي شوي وو خو له تيرو څو مياشتو راهيسې دواړه خواو څو وارې له دغې سرغړونه کړي چې له وجې يې دواړو غاړو ته ګڼ ولسي خلک وژل شوي دي.

ياده د وي چې هندوستان او پاکستان په دي وروستيوو کې د قامي امنيت د سلاکارانو په کچه خبرې کولې خو د ايجنډا په سر د اختلافاتو له وجې منسوخې شوي.

ايټمي وسلې

هندوستان او پاکستان دواړه ايټمي وسله لرونکي هيوادونه دي. دواړو درې ځله د يو بل سره وسله والې جګړې کړي دي. تېره ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د راتلونکو پنځو نه تر لسو کلونو په موده کې به پاکستان له امريکا او روس څخه وروسته په دريم نمبر د زياتو اټومي ذخېرو لرونکی هيواد جوړ شي.

خو د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت پرونۍ خبرپاڼه کې دا رپورټ رد کړي او ويلي يې دي چې د ايټمي وسلو ترلاسه کولو ځغل کې د شاملېدو خواهش نه لري.

XS
SM
MD
LG