د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د وسله والو پر ضد عملیات ترسره شول


جنرال محمد زمان وزیري
جنرال محمد زمان وزیري


د ننګرهار چارواکي وايي د تيرې یوې میاشتې راهيسې چې د ننګرهار په حصارک، خوګياڼو او شیرزادو ولسواليو کې افغان ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د دولت ضد وسله والو خلاف چاڼيز عمليات پیل شوي وو، پای ته ورسیدل.

امنيتي ځواکونه وايي چې په دغه عملياتو کې يې تر یو نيم سل تنو پورې وسله وال وژلي او تر سلو زیات يې ټپيان کړي دي.

دغه چاڼيز عمليات چې د اوسپنيز مثلث په نوم کابو يوه میاشت وړاندې د ننګرهار په خوګياڼو، شیرزادو او حصارک ولسواليو کې پيل شوي وو، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیدل.

دننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په یادو عملياتو کې يې تر دوه نیم سوو تنو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزيري په خوګياڼو واسوالۍ کې خبريالانو ته وويل:

« موږ وتوانیدو چې د دښمن ټول تهدیدات مات کړو، ټولې ساحې د مخالفينو له وجود نه تصفیه کړو، په دې عملیاتو کې ۱۵۰ تنه مخالفين مړه دي، ۱۱۲ تنه يې ټپیان دي، د دوي درې ميله داشکې، درې ميله هاوان او يو ميل زیکویک يې تخريب شوي. له دوی نه مو ۷۰ نفره ژوندي ونيول چې هغه مو امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي چې په دې کې سرګروپان، قوماندانان او ماين جوړونکي شامل دي.»

ننګرهار کې امنیتي غونډه
ننګرهار کې امنیتي غونډه

نوموړی زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې له امنیتي ځواکونو څخه دیارلس تنه وژل شوي او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان جنرال فضل احمد شیرزاد وویل،چې ددې عملياتو په دروان کې يې په حصارک ولسوالۍ کې دیارلس امنيتي پوستې ځای په ځای کړي او د محلي پوليسو په تشکیل کې يې زیاتوالی راوستی دی.

« د دغو عملياتو په ترڅ کې موږ د خپلو ملي پوليسو لپاره په خاص ډول په حصارک ولسوالۍ کې ۱۳ امنیتي پوستې جوړې کړې، چې د هغو لپاره مو ښه استقامات برابر کړل او په هغو پولیسو سربيره مو ۳۰ تنه محلي پولیس نور جذب کړل چې تعليم او تربیه يې هم شروع شوه.»

جنرال شیرزاد زیاتوي چې دوی په پام کې لري،چې د یو شمېر نورو ولسوالیو لپاره هم محلي پولیس اضافه کړي او په خبره يې چې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو توان لري.

ننګرهار کې امنیتي غونډه
ننګرهار کې امنیتي غونډه

هغه سرتيري،چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيدلي پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ،چې دوی سره د وطن په ساتنه کې مرسته وکړي يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« د وطن خدمت په هر افغان فرض دی، دا ځکه چې هر ملک ودان دی، خو زموږ او ستاسو ملک وران دی. که شخصي دي او که نظامي دي، باید موږ ټول د خپل ملک خدمت وکړو، لکه د خپلې مور غوندې د خپلې خاورې خدمت وکړو، او چيرته چې دښمن وي، ورته شکست ورکړو.»

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته په راستول شوي بریښنالیک کې ویلي،چې په یادو عملياتو کې يې ۹۲ تنو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، ۱۳ټانکونه او ۹ رینجر ګاډي يې ویجاړ کړي، خو امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو ادعا نه مني.

XS
SM
MD
LG