د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۱۸وسله وال وژل شوي


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکې وايي، چې له تیرې شپې راهیسې د یادو ځواکونو په عملیاتو او د درنو وسلوالو په ډزو کې په غزني، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ۱۸ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکې وايي، چې له تیرې شپې راهیسې د یادو ځواکونو په عملیاتو او د درنو وسلوالو په ډزو کې په غزني، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ۱۸ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د منګړیتي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د دوو ډلو تر منځ هم جګړه شوې او په هغه کې هم د دواړو لورو نه څلور تنه وژل شوي دي.

نن د دوشنبې پر ورځ د تندر ځواکونو د رسنیز دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د غزني د مرکز اړوند د شهباز په سیمه کې چاڼیز عملیات کړي، چې په کې لس وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې یادو ځواکونو د غزني د مقر ولسوالۍ دلال خان خېلو په سیمه کې د وسلوالو هدفونه د درنو وسلو تر برید لاندې راوستي، چې په هغه کې هم شپږ وسلوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په دې بریدونو کې د وسله والو یوه اندازه وسلې او وسایط هم له منځه تللي دي.

د دوی په وینا چې د ملي اردو د سرتیرو له خوا د غزني د ده یک ولسوالۍ د نظر په خان سیمه کې یو مشکوک وسله وال هم نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتیرو د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د عثمانخېلو په مربوطاتو کې هم عملیات کړي، چې په کې دوه وسلوال وژل شوي دي.

بل لوري ته د ملي اردو چارواکي د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د د دوو وسلوالو ډلو تر منځ د خپل منځې جګړې خبر ورکوي.

په خبرپاڼه کې د دې خپلمنځې جګړې په باب راغلي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د منګړیتي په سیمه کې د دواړو لورو له منځه څلور وسله وال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دې جګړې د دوام یا ختم په اړه وضاحت نه دی راغلی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم دوی ته د اوښتو تلفاتو په باب رسنیو ته څرګندونې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG